The news is by your side.

امنیت شورا د افغانستان په هکله خطرناکه خبرداری ورکړی

خبریال ویب پاڼه/ د امریکا او بهرنیو ځواکونو له وتلو  وروسته خپله هغه هېوادونه چې وتلي هم اندېښنې لري او په سیمه ییزه کچه هم د یوه شمېر هېوادونو له لوري له افغانستانه ویره موجوده.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د افغانستان د راتلوونکې وضعیت په هکلهد خپل مسؤلیت د لیري کولو لپاره یو راپور خپور کړی او د افغانستان  په هکله يې له اندېښنې سره خطرناک خبرونه هم وړاندې کړي.

دې شورا ویلي چې افغانستان کې ترهه ګرې ډلې  یو ځل بیا د سمبالښت په حالت کې دي او ځان به بیرته پورته کوي دې شورا داعش ډلې ته په اشارې سره ویلي چې داعش په افغانستان کې په ۲۰۲۰ کال په ننګرهار او  کونړ ولایتونو کې ماتې وخوړه غړي او مشران يې ووژل شول خو داعش د لا پیاوړتیا او انسجانم لپاره د افغانستان نور ولایتونو ته مخه کړه او اوس هلته د خپلو فعالیتونو د پیاوړتیا په حالت کې ده.

امینت شورا تر ټولو خطرناکه خبره کړې او ویلي یې دي چې داعش ډله ځوانان او هغه وسله وال طالبان او سخت دریځي جلبوي چې د امریکا او طالبانو د هوکړي مخالف دي.

مالوماتو ویلي چې القاعده اوس هم په افغانستان کې فعاله ده او په پنځلس ولایتونو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي چې د افغانانو ترڅنګ د دې ډلې په لیکو کې د سیمې د هېوادونو یو شمېر وګړي هم شته.

د ادعا پر بنسټ ایمن الظواهري چې اوس مهال د القاعده شبکې مشر دی هم افغانستان کې دی خو ویل شوي چې هغه اوس له یوې ناروغۍ کړیږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر داسې مهال د افغانستان په هکله داسې خطرناکې خبرې کوي چې په لنډه موده کې به له دې  هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو پروسه هم بشپړه شي او افغانستان به په بښپړه توګه یوازي پاتي شي.

امریکا او نور متحدین چې د لته يې وړاندې پوځونه لرل هم همدا اندېښنه لري چې که دوی له افغانستانه ووزي نو لیري نه ده چې ترهه ګرې ډلې به یوځل بیا سر راپورته پیاوړې او د امریکا په ګډون به نړیوالو ته خطرونه جوړ کړي خو دوی له افغانستانه ووتل او جګړه يې یوازي افغانانو ته پرېښوده

Comments are closed.