The news is by your side.

د افغانستان په هکله د نواز شریف ترخه اعترافونه

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د پاکستان له پخواني لومړي وزیر سره لیدلې نواز شریف لکه څنګه چې قدرت کې د افغانستانړ په وړاندې وو، اوس داسې نه دی او هرڅه يې ښکاره ښکاره ویلي.

په دې لیدنه کې نواز شریف افغانستان یو له تر ټولو مهم هېواد بللی او زیاته کړې يې ده چې ده د افغانستان امنیت پوري د سیمې امنیت تړلی.

نواز شریف له محب سره دا منلې چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوي هغوی ویلي چې پاکستان باید په افغانستان کې لا وهنه بنده کړي او دا هېوادونه کولای شي چې د متقابل احترام له لارې یو له بل سره اړیکې غښتلې کړي.

پاکستان د انتخاب په مقطع کې دی او اوس سیاسي پاکستاني مشران هم په دې پوی شوي دي چې که خپلې پخوانۍ پالیسۍ ته دوام ورکړي هرڅه يې له لاسه وتلي دي او ښايي تاوان وکړي ځکه نو غواړي چې دولت دې ته مجبوره کړي چې د افغانستان په وړاندې چلند او پالیسي بدله کړي.

شریف له پآکستانه غوښتي چې له افغانستان سره ښې اړیکې جوړي کړي او په سیمه کې د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي ترڅو دوه اړخیزه هوسايي رامنځ ته شي.

خو پاکستان کوږ پیدا او کوږ پاتي دی

کله چې همدا نواز شریف  د پآکستان لومړی وزیر  نو له افغانستان سره يې د پاکستان همدا دوه مخه چلول په اصل کې د پاکستان اصلي پالیسي د افغان دښمنه تقاضا لري اشخاص یوازي سمبولیک رول پکښي  لري، د پآکستان استخباراتي  اداره او پوځ يې د افغانستان د وارنولو تکل لري.

پاکستان به منزوي کیږي

افغان دولت ته پکار ده چې د پآکستان په وړاندې  له رښتیني  جدیت څخه کار واخلي ترڅو د امریکا د قهر پالیسي چې او سمهال يې  له پآکستان سره پیل کړې رسنۍ او نور يې پرې کنټرول کړل کولای شي عظمي استفاده وکړي او په سیمه ییزه کچه پآکستان د خپلې ترهه ګرۍ مطابق معرفي کړي ترڅو وکړای شو چې له یوې لويي بلا مو ځان خلاص کړی وي له دې وروسته پاکستان د ځان د ګټې وټې په خاطر طالبان کنټرول کوي او افغانستان به په دې توګه وکړای شي خپلو موخو ته نژدې شوی وي

Comments are closed.