The news is by your side.

د ولسمشر غني د استعفا په صورت کې طالبان کومه طرحه لري؟

خبريال وېبپاڼه: د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين يو ځل بیا ويلي دي چې دايمي اوربند او سوله تر هغه په واقعي مانا باندې په هېواد کې امکان نلري چې ولسمشر غني استعفا نه وي کړې او خپله دنده يې نه وي پرېښې.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د سولې لپاره شرط د ولسمشر غني استعفا بولي، تر دې وړاندې د طالبانو د سياسي دفتر بل غړي عباس ستانکزي هم په مسکو کې رسنيو ته ويلي و چې په افغانستان کې هغه وخت سوله راتلای شي چې موجود حاکم اشرف غني استعفا وکړي.

طالبان وايي چې ددوحې د تړون په بنسټ په افغانستان کې باید یو نوی حکومت چې دوی يې اسلامي حکومت بولي رامنځته شي.

د استعفا په صورت کې د طالبانو تګلاره څه ده؟

طالبان په مکرر ډول د اشرف غني څخه استعفا غواړي او دا‌ د سولې لار بولي، مګر دوی صرف همدا خبره کوي او ددې استعفا وروسته چې څه کېږي او څه ډول به کېږي څه نه وايي.

لکه دوی چې د اسلامي حکومت خبره کوي همداسې دا خبره يې هم ګونګه ده، د واک د شريک کولو خبره کوي هغه هم ګونګه ده، یانې طالبانو تراوسه واضح او سپینې خبرې ندي کړي، چې دا کار د طالبانو په نیت باندې د خلکو شک زياتوي.

اوس که فرض کړو ولسمشر غني دا مني چې استعفا وکړي، نو د طالبانو طرحه به موجودو شرايطو د کنټرول او مدیریت لپاره څه وي يا څه ده؟ د واک د انخلا ستونزه به څه ډول حل کېږي.

دا هغه څه دي چې ټول ورڅخه وېره لري او طالبان د خلکو ددې تشويش ځواب نه وايي، طالبان نه وايی چې که غني استعفا وکړي نو څه ډول د کومې تګلارې، پروګرام او ميتود له لارې به څه ډول څوک، کومې او څومره د واک چارې په لاس کې اخلي.

د طالبانو چوپتيا د خلکو اندیښنې

طالبان د اسلامي نظام په هکله خبرې کوي او وايي چې دوی اسلامي نظام غواړي خو ددې نظام يوه نسخه يو مثال هېڅ ډول عملي څيز چاته نه وړاندې کوي، لږ تر لږه دا نه وايي چې مشر به یې څنګه ټاکل کېږي، د بيان د‌ ازادۍ حدود به کوم وي، د ولسمشر په ټاکلو کې د خلکو رول به څه وي، ولسی جرګه به وي یا نه، که وي په کومو شرايطو، دا ډول ډېرې پوښتنې دي چې طالبان یې د ځواب کولو زحمت نکوي.

د واک د شريک کولو خبره کوي او وايی چې ټولو لوريو ته به واک ورکول کېږي دوی د واک انحصار نه غواړي، دا هم یوازې يو سرخط دی، په دې هکله هم تشريح نه ورکوي چې څه ډول نور په واک کې ورسره شريک کوي، ګډ حکومت جوړوي، ټاکنې مني، څه کوي.

Comments are closed.