The news is by your side.

د م، م امنیت شورا هغه تائیدي چې د طالبانو نړیوال اعتبار به زیانمن کړي

خبریال ویب پاڼه/ په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې امریکا او طالبانو د دوحې هوکړه رامنځ ته کړه چې پکښي  یو لړ شرایط دواړو طرفونو ته ښودل شوي وو، او پکښي ویل شوي وو، چې دواړه لوري دي دا شرایط ومني او عملي دي کړي چې یو له هغه شرطونو څخه د طالبانو لپاره له ترهه ګرو ډلو او القاعده سره د دوی د اړیکو پریکون وو.

که څه هم طالبانو په ډاګه کړې نه ده چې له القاعده سره یې اړیکې څنګه دي خو څو ځله شکونه څرګند شوي او ویل شوي دي چې اوس ورته د ملګرو ملتونو امنیت شورا سخت ګذار ورکړ.

ملګرو ملتونو د یوه راپور پر مټ د القاعده شبکې او نورو تروریستي ډلو سره د طالبانو اړیکې تائید کړې او ویل شوي چې القاعده د منځنۍ اسیا تروریستي ډلو او د ختیځ ترکستان د ډلې غړي په افغانستان کې  حضور لري.

په دې هکله د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي  چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د خپلو تحریمونو په اته ویستم نظارتي رپوټ د القاعدې په ګډون د نړیوالو تروریستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو د ادامې تائیدي وکړه.

دې راپور ویلي چې القاعده دا مهال د افغانستان په ۱۵ ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې حضور لري چې له دې سره تر خوا د القاعدې د هند شبه قارې ډله د طالبانو د نفوذ ولایتونو هلمند کندهار او نیمروز ولایتونو په یو شمېر برخو کې فعالیت لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې د ملګرو ملتونو  د دې راپور هر کلی کړی او طالبان یې په سیمه ییزه کچه یو لوی ګواښ بللی.

وسلوالو طالبانو د ملګرو ملتونو  د امنیت شورا د دې مهم راپور په هکله تراوسه هیڅ هم نه دي ویلي خو  دا چې دوی خپل نړیوال سفرونه هم ترسره کوي له بهرنیو مشرانو سره یې په لیدنه کتنه کې پر دې  زیات ټینګار کړی چې اوس مهال له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره اړیکې نلري او له ورسره یې اړیکې پرې کړې  دي.

خو د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونه شک لري چې طالبان لاهم له القاعدې او نورو تروریستي ډلو سره اړیکې لري

Comments are closed.

koi finance