The news is by your side.

طالبانو ته د اروپايي ټولنې ګواښ او پیغام

خبریال ویب پاڼه/ اروپايي ټولنې د وسلوالو طالبانو له لوري د وروستیو جګړو او ملکي مرګ ژوبلو په هکله غبرګون ښودلی او دوی ته یې د دې جګړې د دریدلو ویلي.

اروپايي ټولنې طالبانو ته ګواښ کړی چې د بشري حقونو نقض و دروي او د سولې خبرو ته ستانه شي اروپايي ټولنې خپل دریځ د بشري حقونو د نقض په خاطر له طالبانو سره شریک کړی.ږ

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکولاس او له هغه سره ملګري پلاوي قطر کې  له طالب استازو سره لیدلي او افغانستان کې د روان وضعیت په هکله ږغیدلي.

په دې لیدنه کې د طالبانو له لوري د جګړو پر شدت، او بشري حقونو پر نقض خبرې شوې او دې ټولنې په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې جګړه باید د خپلو له لارې حل ومومي او ټینګار یې کړی چې په جګړو د ملکي وګړو وژل کیدل او د بشري حقونو نقض د منلو وړ نه دی.

افغان دولت د بشري حقونو په برخه کې د شته نهادونو څخه غوښتي چې د طالبانو له لوري د وروستیو جګړو را وروسته د هغوی د بشر ضد کړنې وڅیړي او تعقیب يې کړي خو طالبانو ویلي چې داسې چارې نه ترسره کوي او بشري حقونو ته درناوی  لري.

د م، م امنیت شورا هغه تائیدي چې د طالبانو  اعتبار به زیانمن کړي

په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې امریکا او طالبانو د دوحې هوکړه رامنځ ته کړه چې پکښي  یو لړ شرایط دواړو طرفونو ته ښودل شوي وو، او پکښي ویل شوي وو، چې دواړه لوري دي دا شرایط ومني او عملي دي کړي چې یو له هغه شرطونو څخه د طالبانو لپاره له ترهه ګرو ډلو او القاعده سره د دوی د اړیکو پریکون وو.

که څه هم طالبانو په ډاګه کړې نه ده چې له القاعده سره یې اړیکې څنګه دي خو څو ځله شکونه څرګند شوي او ویل شوي دي چې اوس ورته د ملګرو ملتونو امنیت شورا سخت ګذار ورکړ.

ملګرو ملتونو د یوه راپور پر مټ د القاعده شبکې او نورو تروریستي ډلو سره د طالبانو اړیکې تائید کړې او ویل شوي چې القاعده د منځنۍ اسیا تروریستي ډلو او د ختیځ ترکستان د ډلې غړي په افغانستان کې  حضور لري.

په دې هکله د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي  چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د خپلو تحریمونو په اته ویستم نظارتي رپوټ د القاعدې په ګډون د نړیوالو تروریستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو د ادامې تائیدي وکړه.

دې راپور ویلي چې القاعده دا مهال د افغانستان په ۱۵ ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې حضور لري چې له دې سره تر خوا د القاعدې د هند شبه قارې ډله د طالبانو د نفوذ ولایتونو هلمند کندهار او نیمروز ولایتونو په یو شمېر برخو کې فعالیت لري.

Comments are closed.

koi finance