The news is by your side.

د افغان جګړې په هکله زړه بوږنوونکی  او خطرناک راپور

خبریال ویب پاڼه/ له تیرو دوه میاشتو را په دې خوا د افغانستان حالت تر بل هر وخت خراب شوي او ان په دې هکله ډيري لويي اندېښنې موجودي دي چې ورسره سم ډیر خطرناک راپورونه هم ورکول کیږي.

د روانو جګړو او همدارنګه بریدونو او بمي چاودنو له کبله چې اوس مهال افغانستان کې رامنځ ته کیږي اصلي قربانیان يې ملکي وګړي دي چې نژدې هره ورځ لسګونه عام افغانان پکښي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

اوس مهال د افغانستان وضعیت خورا خراب دی او په لسګونه ولایتونو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ درنې جګړې د دې لامل شوې چې  ملکي مرګ ژوبله لوړه کړي او همدارنګه زرګونه کورنۍ له کورونو څخه بې ځایه او د یوه ناورین پر لور يې ورټېل وهي.

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما خپل یو راپور خپور کړی او د ملکي تلفاتو کچه يې خورا لوړه بللي دې ادارې د تیرو شپږو میاشتو په راپور کې ویلي چې د تیر کال په پرتله د ملکي تلفاتو په برخه کې ۴۷ سلنه زیاتوالی راغلی.

په راپور کې راغلي چې د روان کال په لومړیو ۶میاشتو کې ۵۱۸۳ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له جملې څخه یې ۱۶۵۹ کسا شهیدان شوي او ۳۲۵۴ کسان بیا ژوبل شوي دي.

د راپور پر بنسټ ویل شوي د روانو جګړو تر ټولو لویه برخه قربانیان ښځې او ماشومان دي چې د دې شمېرې ۴۶ سلنه برخه جوړوي، یوناما د دې مرګ ژوبلي اصلي پړه پر طالبانو اچولې او د شمېر له مخې يې ۶۴ سلنه برخه جوړوي چې ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په دې راپور کې هیله څرګنده شوې چې د وسلوالو طالبانو مشران ژر تر ژره د مذاکراتو میز ته راوګرځي او د سولې خبرو د دوام لپاره هڅه وشي، ترڅو روان ناورین پای ته ورسیږي.

په دې راپور کې یوازي  د ملکي افغانانو د تلفاتو ګراف را وړل شوی که چیري د جګړې د طرفینو تلفات وشمېرل شي نو په اصل کې افغانستان په یوه لوی د وژنې نړیوال بهران کې  روان دی چې ښايي د داسې سختې جګړې بدیل ډیر لږ وي او یاهم لویو نړیوالو جګړو ته ورته یوه جګړه وي

Comments are closed.

koi finance