The news is by your side.

ولسي جرګې د سپين بولدک د نيولو په هکله له دولت څخه څنګه غوښتنه وکړه؟

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان ولسي جرګې وروسته له هغه چې طالبانو له زيات پرمختګ وروسته د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ ونيوله غبرګون ښودلی.

د افغانستان ولسي جرګې له دولته د سپين بولدک ولسوالۍ او بندر د بيرته نيولو او په دې سيمه کې د پراخو پوځي عملياتو د ترسره کولو غوښتنه کړې.
دوی اندېښنه څرګنده کړه چې که دولت دا چاره تر سره نه کړي نو طالبان ډير اسانه مجهز کيدلای شي.
ولسي جرګې ويلي که سپين بولدک د طالبانو لاس کې وي نو د پاکستان پوځ او استخبارات په اسانۍ سره د طالبانو د تجهيز او مرستې لپاره لاس په کار کيدای شي، چې د کندهار جګړه به نور هم پيچلې شي.
سياسي څيرې هم د ولسي جرګې له دي څرګندونو سره هممهاله له دولته غوښتنه کړې چې سپين بولدک ولسوالي بايد بيرته د افغان حکومت تر کنترول لاندې راشي
سپين بولدک کې وضعيت
يو شمير راپورونه له دې ولسوالۍ څخه وايي چې دلته طالبانو د ملکي خلکو په وژنه لاس پوري کړی د ګډو امنيتي ځواکونو وياند نن وويل چې طالبانو سپين بولدک کې ۴۰۰ کسان له کورونو ایستلي او وژلي يې چې تر دې وړاندې طالبانو دا ادعاوې رد کړې وې.
په ورته مهال پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوې د سپين بولدک ولسوالۍ ويډيوګانې ښيي چې له وسله والو طالبانو سره د پاکستان ملېشې چې د افغانستان خاورې ته را اوښتې ګډې ګډې ګزمې کوي، چې يو شمېر
غبرګونونه او پر طالبانو انتقادونه هم موجود دي خو تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې هکله څه نه دي ويلي.

د افغانستان يو شمېر بندرونه د طالبانو لاس کې

د هرات اسلام کلا او تور غنډۍ بندرونه ابو نصر فراهي بندر، شير خان بندر سپين بولدک او يو هم کونړ کې کوم بندر د وسلوالو طالبانو لاس کې دي چې دولت يې تراوسه په بيرته لاس راوړلو نه دي بړيالي شوي.
خطرونه
ر ډيره بريده د بندرونو نيول د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا تر سوال لاندې راولي همدارنګه طالبانو ته په عايداتي برخه کې تياره مالي سرچينه ده او له بلې خوا د طالبانو تجهيز او تمويل که هرڅوک ترسره کوي نو ډير به ورته اسانه وي او کولای شي دا چاره ترسره کړي

Comments are closed.

koi finance