The news is by your side.

د بادغیس ولایت له بد امنیتي وضعیت څخه اندېښنې

خبریال وېب پاڼه/ د بادغیس ولایت په ولسوالیو کې ناوړه امنیتي وضعیت اندېښنې را ولاړې کړي دي.

د ولایتي شورا یو شمېر غړي وایي، د مرکز سره د ولسوالیو لارو تړل کېدو ښاریان د خوراکي توکو کمښت سره مخ کړي دي.

د بادغیس ولایتي شورا ځینې غړي بیا د دې ولایت مرکز او ولسوالیو ترمنځ د لویو لارو د امنیت خوندي کولو او د لارو پرانېستلو غوښتنه کوي.

د دوی په خبره اوس بیا د څو ولسوالۍ لارې د بادغیس له مرکز قلعه نو سره تړل شوي دي او اوسیدونکي د خوراکي توکو د کمښت سره مخ دي.

دوی وايي چې د حکومت د پوځي عملیاتونو ترسره کېدو ژمنو سره بیا هم تر اوسه هم د امنیت خونديتوب لپاره څه اقدام نه دی کړی.

له دې سره د بادغیس والي وايي، چې د ځواکونو کموالی د دې لامل شوی چې دوی ونه شي کړی د دې برخو امنیت خوندي کړي.

د بادغیس ولایت مرکز ته نښلول شویو لارو کې نا امنی یوه ننګونه ده چې له کلونو راهیسې دوام لري.

د بادغیس ولایتي شورا غړی بهاوالدین قادسي وايي د دې ولایت د ولسوالیو په لویو لارو کې د طالبانو فعالیت زیاتېدو خبرداری ورکوي، چې خلک د لومړنیو اړتیا وړ توکو، خوړو او سون توکو له کمښت سره مخامخ دي.

په تېره یوه اوونۍ کې طالبانو څو ځله د قادس ولسوالۍ په لار کې د امنیتي ځواکونو پر کاروانونو بریدونه کړي دي.

د باغیس یو شمېر اوسیدونکي وايي چې همدا اوس د بادغیس د مرکز قلعه نو، جوند، بالامرغاب، اب کمرې او قادس ولسوالیو د مواصلاتی لارو ځینې د طالبانو د شتون او نا امنیو له امله د عامو خلکو پرمخ تړلي دي.

خو د بادغیس والي عبدالغفور ملکزی وايي د دغه لویو لارو د امنیت ټینګښت لپاره يي جدي اقدامات کړي او دوام لري.

د بادغیس ولایت اوسیدونکي د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه د اندېښنو سره هم مهاله د دې ولایت په لویو لارو کې د طالبانو بریدونو څخه کړیږي.

دوی له حکومت څخه غواړي چې د امنیت د تأمین او د پوځي عملیاتو د پیل لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance