The news is by your side.

طالبان د کامل اسلامي نظام او عدالت زرین فرصت ولې په لغته وهي؟

خبريال وېبپاڼه: طالبان د کامل اسلامي نظام او عدالت زرین فرصت ولې په لغته وهي؟ له افغانستان څخه امريکايي ځواکونه يا ټول وتلي او يا هم د ګوتو په شمار د وتو په حال کې دي، په دې ډول د طالبانو د جګړې مشروعیت چې د کومو کسانو لخوا ورباندې اتفاق حاصل و له منځه د تلو په حال کې دی.

د اسلامي نړۍ معتبر علما په دې اند دي چې کله یوه هېواد ته بهرني وسله وال بدون له اجازې په زور دننه شي نو د هغه هېواد په وګړو جهاد او مقابله فرض ده، دا چې امريکايي ځواکونه افغانستان ته څنګه راغلل ددوی په وړاندې جګړه څه ډول وه ددې څخه تېرېږو فرض کوو د طالبانو دعوه سمه وه او تر ننه پورې د امریکايي ځواکونو په وړاندې جهاد وشو او هغوی دا د وتلو په وروستي پړاو کې دي.

لکه څنګه چې مو پورته يادونه وکړه اسلامي علما د بهرنیو ځواکونو په وړاندې جهاد قراني حکم بولي، خو همدا علما بیا د يوه اسلامي هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او یا هم په يوه هېواد کې د يوه ناروغ نظام په شتون کې چې بهرنی اشغال شتون ونلري د وسلې پورته کول نارواه بولي.

علما په دې متفق دي چې کله په یوه هېواد کې فساد او دې ورته ستونزې شتون لري نو هېڅوک حق نلري چې موجود فاسد نظام د وسلې په زور سم کړي، ځکه ددې پايله صرف نور فساد کېږي.

ريښتيا هم که د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د موجود ناروغ نظام په وړاندې د وسله والې مقابلې جريان ته پام وکړو نو پوه وينو چې هلته د موجود ناروغ نظام په نسبت وسله وال پاڅون لس چنده نور فساد او ظلم زیږولی دی.

اوس چې امريکايي ځواکونه ووتل او یا وزي نو که طالبان په ريښتيا اسلامي نظام، عدالت او پرمختګ غواړي پکار ده چې د موجود حکومت سره جوړجاړی وکړي او ياد شوي ارزښتونه د سوله ایزې مبارزې له لارې عملي کړي.

که چېرې طالبان د موجود حکومت سره سوله وکړي نو په حکومت کې به ښه غوښينه برخه ولري، موجود وسله وال به یې په پوځ کې شامل شي، په حکومت، ملت او پوځ کې به پراخ واک ولري.

ددومره واک سره سره تصور کولی شو چې که واقعاً دوی اصلاحات وغواړي نو څومرته ژور اصلاحات به په څومره اسانۍ او لنډه‌موده‌کې ترسره کړي.

طالبان تاریخي فرصت لري چې د واقعي اسلامي نظام، عدالت، پرمختګ لپاره کار وکړي او افغانستان د نورو د جګړو له میدان خلاص کړي، که چېرې يادو شويو موخو ته د جګړې له لارې د رسېدو هڅه وکړي نو نه به دې آرمانونو ته ورسېږي بلکې په هېواد کې به دداسې يوې ویجاړۍ سبب شي چې افغان نسل به د ځان څخه دايمي متنفر، افغانستان تباه او خدای ج ناراضه کړي.

Comments are closed.

koi finance