The news is by your side.

که کندهار و نه ژغورل شي افغانستان خطر کې دی

خبريال ويب پاڼه/ له تيرو درو اوونیو را په دې خوا د افغانستان د سياسي او جغرافيايي زړه کندهار ولايت کې درنې جګړې روانې که څه دولت د لافو شاپو په خپرولو سره د پرمختګ خبره کوي خو خبره داسې نه ده بلکې کندهار ورځ تر بلې د ګړنګ غاړې ته ټېل وهل کيږي.

مرکزي دولت شپږه هم نه خوږي بلخ کې يوازي يوې يا دوه ولسواليو کې جګړه ده چې نن د دفاع وزير خپله هلته ولاړی.
کندهار د پاکستان تر ولکې لاندې بلوچستان دروازه يا په بل عبارت د پاکستان او افغانستان دروازه ده چې محفوظه وي امن به يو که نه وه ساتلې د افغانستان د سرنوشت خبره رامنځته ته کيږي.
روانه جګړه او ولس
که چيرې جګړه له مهارولو وزي او دولت اراده نلري چې دا ولايت وساتي نو بيا دي په دې سره تنور هوا کې مظلوم کندهاريان او ولس نه سوځوي او کندهار دي پريږدي خو اراده يې دا وي چې بايد وساتل شي نو بيا دي د يوه قوي ګام په پورته کولو جګړه ختمه کړي دولت وايي چې ان سپين بولدک لاهم نيسو خو دوی اوس د کندهار ښار جګړه نه شي مديريت کولی د بولدک نيول خو ليري خبره ده.
کندهار لکه څنګه چې د افغانستان سياسي زړه بلل کيږي د مهم او ستراتيژيک موقعيت په درلودلو سره ورته د افغانستان جغرافيايي زړه هم ويلای شو، چې له بده مرغه اوس د جګړې په سرو لمبو کې سوځل کيږي.

دولت او طالب بايد څه وکړي
دولت ته وړانديز وشو چې که کندهار په لاس ورکول شوی وي نو بيا ولي سرتيري په وژنئ او ولې يې پر وړاندې جنګيږي.
طالب ته هم ويل کيږي چې ستا له لوري همدا مهال پر ښځه ماشوم او سپين ږيري باندې محشر جوړ دی خلک په ډير بد حالت کې دي يوازي د انساني فاجعې چې اوس په دې ګرمي کې رامنځته شي موږ ورته هيڅ هم نلرو نو طالب جانه د ولس پر دې حالت زړه سوځول د نړۍ حج اکبر دی نو لازمه ده چې د پيل شوې جګړې لپاره يوه منطقي لاره ولټوئ کندهار که نيول کیدلای نو تر اوسه بايد ستاسو لاس کې وای خو و نه شو نو که لږ هم اسلام خدای ج او رسول منئ نو بس دی د ولس پر حال زړه وسوځوئ.
د کندهار جګړه کې تر اوسه د رسمي مالوماتو له مخې ۲۲ زره کورنۍ بې ځايه شوې او همدا شېبه لومړنیو مرستو ته اړتيا لري خو هيڅوک نشته او تر ۴۵ درجې لاندې سره ګرمي کې ناست دي

Comments are closed.

koi finance