The news is by your side.

طالبانو د ایران الوتکې ویشتونکي‌ توغندي ترلاسه کړل

خبریال وېبپاڼهپه هلمند کې طالبانو د ایران نه د الوتکو د وېشتونکو توغندیو لمړنۍ جنګي ډالۍ ترلاسه کړې ده.‌
د طالبانو د کوټې شورا یوه غړي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د الوتکو ضد توغندي د ایران تر اثر لاندي د ملا ګل اغا او صدر ابراهیم ډلې ته ورکړل شوي دي.

ددغه توغندیو د ترلاسه کولو په موخه د طالبانو د پاکستانۍ دلې داود مزمل چې د جنوب لوېدیځې حوزې د جګړه ایز کمېسیون مشري په غاړه لري او ملا ګل اغا چې د ایران پلوه طالبانو مشري ورترغاړې ده ایران ته سفر کړی وو.
د کوټې شورا غړی وايي چې په دې سفر کې یو بل طالب مشر هم موجود وو چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی.

طالب مشرانو په ایران کې د سپاه پاسدادارن له مشر سره لیدلي وو او هغوی ژمنه ورکړې وه چې توغندي به د روانې جولای میاشتې په پای کې په هلمند کې تر لاسه کړي.

نن طالبانو خبریال وېبپاڼې ته ومنل چې د الوتکو ضد توغندیو«ډالۍ» یې په هلمند کې ترلاسه کړې ده.‌

کارپوهان وايي چې امریکايي استخباراتو ته لا له وړاندي داسي اطلاعات رسېدلي وو چې طالبان د الوتکو ضد توغندي ترلاسه کوي.‌

تر اوسه پوري افغان حکومت په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ البته چې کله د خبریال ادارې له لوړرتبه حکومتي چارواکو سره دا موضوع بحث کړه د هغوی غوښتنه داوه چې دا موضوع باید رسنیزه نشي.

بل پلو داسي راپورونه خپاره شوي چې د امریکا متحده ایالاتو خپلې الوتکې د افغانستان پر فضا له الوتنو منعه کړې دي .

که څه هم تر اوسه لا د الوتکو ضد توغندیو کوم برید نه دی شوی؛ لا هم حکومت وخت لريچې په موجوده هوايي‌ځواک په بیلا بیلو سیمو کې طالبان وخپي؛ خو که د الوتکو ضد توغندي له هلمنده پرته تر بیلا بیلو سیمو ورسېږي ښايي وروسته افغان امنیتي ځواکونو ته هوايي بریدونه هم ګران شي.

   

Comments are closed.

koi finance