غني: طالبان دوحه کې قرآني بحث ته له افغان عالمانو سره حاضر نه شول
خبریال ويب پاڼه/ افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د اسد اومه د افغانستان د ملي بيرغ مراسمو کې د خپلو څرګندونو پر مهال د جګړې او سولې په هکله هم وږغېد او له طالبانو يې د سولې کولو غوښتنه وکړه.
هغه وويل ۱۴ کاله کیږي چې موږ مسلمانان يو کسان د محدودو مدرسو له ادرسه راغورځيدلي او غواړي چې د اسلام څيره بدله کړي.
غني زياته کړه د افغانستان جنګ څو ځله د اسلامي نړۍ عالمانو او بيا په دې وروستيو کې د سعودي عربستان پاکستان او افغانستان ديني عالمانو د دې جګړې په هکله نظريات ورکړه او دا جګړه یې ناروا وبلله ځکه نو ويلای شو چې دا جګړه هيڅ اسلامي مشروعيت نلري.
ولسمشر غني وويل د دوحې خبرو کې مولوی بليغ احمدي او نورو طالبانو ته د قران د مباحثې بلنه ورکړه خو وکتل شو چې هغوی په بار بار ټينګار وروسته هم حاضر نه شول چې مخامخ ورسره کښېني.
ولسمشر د ملي بيرغ په هکله وويل چې کلي بيرغ زموږ د وحدت سمبول دی او ساتنه به یې کوو، او افغانانو له خپل وطن سره تل مينه درلوده.
ولسمشر غني جګړه، کرونا، وچکالي او ګډوالي لوی بحران و باله او زياته يې کړه چې دا هرڅه يوالی او اتفاق غواړي تر څو په وړاندې يې ودريږو.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي بيرغ ورځې لمانځنې غونډې پر مهال وويل چې بيرغ زموږ د ملي ارزښتونو ښکارندوی دی.
غني له طالبانو سخته پوښتنه وکړه ايا ستاسو په دوره کې د ټول افغانستان په کچه يوازي يوه ملي پروژه تر سره شوه؟
د طالبانو ځواب به هم حتمي همدا وي چې نه څکه د دوی په دوران کې يوازې ښځې منعه کړل شوې په خلکو ږيرې په زور پرېښودل شوې او همدا رنګه داسي نورې مهمې د خلکو زورونې پروژې چې خلک به يې ازار او اضيت کول.
بل پوښتنه د دوی مشرانو ولس ته توضیحات ورکړي چې ولې يې اسامه ابن لادین ته پر ولسي ګټو ترجيع ورکړ ه خو ميلمه وو، بل چيرته به يې استوی
بله مهمه خبره دا چې ايا افغانستان بيا هم په نړۍ کې د محرومیت او وحشت په نوم و پيژندل شي يا نه؟
د ولسمشر پوښتنې
ايا غواړئ چې سوريه شئ يو لوی جنګ جنګ ته برابريږو؟
ايا غواړئ چې رامنځته ته شوې ابادۍ ويجاړي کړئ
Comments are closed.