The news is by your side.

عمرانخان: د طالبانو پر پوښتنه خبريالانو ته غوسه کړې زه خو يې وياند نه یم

خبريال ويب پاڼه/ عمرانخان خبريالانو ته ويلي د طالبانو د ښې او بدې پوښتنه ما څخه مه کوئ زه خو يې څه ویاند نه یم
د پاکستان لومړي وزير عمران چې په دې وروستيو کې خپلې چارې پاني او د افغانستان په هکله اندېښنه لري وارخطا دی.
يو ځل اعتراف وکړي چې دوی له طالب سره اړيکه خپلوي ملوي نلري دا د هرچا خپله خوښه چې څه پرې خو اوس يې بیرته په حکومت کې د کډ کولو وړانديز کړی.
عمراخان په خپلو نويټ څرګندونو کې ويلي چې د افغان کشالې يوازنۍ لار پراخ بنسټه او د طالبانو په ګډون ګډ حکومت جوړول دي.
عمران خان دوه لارې د افغانستان د ارامي لپاره وړاندیز کړې چې يوه يې د طالبانو په ګډون د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړول دي او بله يې د امریکا په مشرۍ د پوځي لارې لټول دي، خو هغه ټينګار کړی جې شل کلنې پوځي لارې کومه نتيجه ورنه کړه.
ده اعتراف وکړ‌ چې په ۹ يمه لسيزه کې د پاکستان په ګټه وه خو اوس نه يوازي دا جګړه د افغانستان په تاوان ده بلکې ټولې سيمي ته تاوان او زیانونه رسوي.
عمران خان‌ لکه تمثيل چې يې کاوه وويل د افغانستان امن د پاکستان امن دی او دوی ته ګټه رسوي.
د‌ طالبانو د کړنو په هکله عمران خان هیڅ و نه ويل خو اشاره يې وکړه چې دا د طالبانو خپل کار او مسوليت دی چې څه کوي، پاکستان خو د طالبانو وياند نه دی چې د هرې ښې او بدې کړنې ځواب يې ورکړي.
هغه بيا ځلي ويلي چې پر طالبانو باندې نفوذ نلري او يوازي پر هغه طالب مشرانو فشار را وړلی شو چې کورونه يې پاکستان کې وي.
ده ټينګار وکړ چې پاکستان به نور په پردیو جګړو کې ښکېل نه شي او نه به هم امريکا ته په خپل هېواد کې اډې ورکړي.
د پاکستان رول يوه نه يوه ورځ کومه خبره په حتمي ډول د پاکستان د دوه مخې پاليسۍ له کبله يې د کوم چارواکي له خولې وزي چې دا خپله يو اعتراف دی او پاکستان به يې په نړيواله کچه لوی تاوان پرې کړي.
اوس چې د طالب مشرانو کورونه پاکستان کې دي نو بيا يې ولې دا هېواد مخنيوی نه کوي او ولې هغه کسان چې په نړيوال‌ تور ليست کې دي زندان ته نه اچوي خو بس همدا ثبوت بس دی چې خپله يې لومړی وزير اعتراف کوي چې د طالب مشرانو کورونه د دوی هېواد کې دي.
پاکستان ورځ تر بلې د نړۍ په کچه بې اعتباره او د ترهه ګر په نوم نړۍ کې پيژندل کيږي چې د خلکو يې له نومه بد کيږي

Comments are closed.

koi finance