The news is by your side.

د چین له لوري د امريکا په وړاندې زړور بیان

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو بې مسؤلیته بې قيده و شرطه حالات په افغانستان کې په يو طرفه ډول د طالبانو په ګټه کړل او افغان حکومت یې د يوه هر اړخيز بحران سره مخ کړ.

په کابل کې په تېرو څو کلونو کې ولسمشر غني په امریکا باندې هېڅ نیوکه نه ده کړې، ان کله به چې ورڅخه پوښتنه وشوه امریکا له افغانستان څخه وځي نو دا به يې د واقعیت لرې خبره بلله، يانې لنډ داسې ويلی شو چې غني په امريکا د نیوکې جرت هېڅکله نه دی لرلی.

په اوس حالت کې هم، امریکا افغان حکومت ته یوه تاریخي ضربه ورکړه، مخکې له دې چې حکومت او طالبان سره په خولا کړي پخپله یې د طالبانو سره یې تړون لاسليک کړ او طالبانو ته یې د يوې بريا حس ورکړ، په دې ډول د یو لوري امريکا طالبانو ته سياسي مشروعيت ورکړ او د بل لوري یې د طالبانو روحیه په بې ساري ډول قوي کړه او د افغان حکومت د پوځیانو روحیه یې ضعيفه کړه.

وروسته له دومره ضربو اوس هم غني امریکا ته هېڅ نشي ویلی بلکې لا امريکا ستايي او وايي چې امريکا ما پخپله وويسته حال دا چې دوه کاله وړاندې یې ډونالډ ټرمپ ته ليک و استاوه چې د افغانستان څخه خپل پوځيان ټول نه وباسي دی یوه طرحه لري چې د پوځیانو مصارف کم شي.

خو دغه جرت چې غني یې نلري او نه يې کوي نن د چین حکومت وکړ، د چین حکومت ددفاع وزارت وياند نن په ښکاره وويل چې امريکا په افغانستان کې د روان بحران پيل کوونکې ده او اوس یې چې په افغانستان کې حالات دې ځای ته ورسول بدون له مسولیت څخه د افغانستان څخه وځي.

د چین ددفاع وزارت وياند وو چيان وويل چې امريکا په افغانستان کې دروان ناورین پیل کوونکې ده اوس بايد خپل مسولیت ومني او په نورو هېوادونو تورونه لګول پای ته ورسوي، ده زياته کړه چې د امريکا د وتلو سره په افغانستان کې د را پېښېدونکی ناورين مخه باید پخپله امريکا ونيسي.

ده وړاندې په خپلو خبرو کې وويل چې چين په غوڅ او نېغ ډول د افغانستان د حکومت د ملي حاکميت، د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ ملاتړ کوي، ددفاع وزارت دغه وياند زياته کړه چې چين د افغانستان د بيا رغونې څخه هم پوره ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې د چین د بهرنیو چارو د وزير وياند ژائو لیجیان ويلي و چې د افغانستان څخه په ناڅاپي وتلو سره امريکا د چين او د سیمې د نورو هېوادونو امنیت په خطر کې واچاوه.

Comments are closed.

koi finance