The news is by your side.

طالبان؛ حکومت رسنۍ نه پرېږدي چې حقايق بیان کړي

خبريال وېبپاڼه: طالبان؛ حکومت رسنۍ نه پرېږدي چې حقايق بیان کړي، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د حکومت له لوري د بيان د ازادۍ خبره نقد کړه او په تازه څرګندونو کې یې وویل چې افغان حکومت د بیان ازادي صرف ددې لپاره کاروي چې خلکو ته فریب ورکړي او خلک وغولوي.

مجاهد پخپلو خبرو کې وويل چې څو ورځې کېږي افغان حکومت څلور خبريالان نیولي دي، دا خبريالان یې د خپلو تورو د سپيناوي په تور نيولي دي، مجاهد وويل چې حکومت د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره په طالبانو ډول ډول تورونه لګوي او کله چې دوی د سپین بولدک ولسوالۍ ونيوله نو حکومت په ډول ډول تورونو او تبليغاتو پيل وکړ‌.

له همدې کبله دوی ددې تورونو د سپيناوي لپاره رسنیو ته بلنه ورکړه چې ددوی تر واک لاندې سيمې ته ورشي او هلته د حکومت له لوري پورې شوی تورونه وڅېړي چې حقيقت لري او که نه.

د رسنیو څخه د کندهار يوې محلي راډيو د ملت غږ راډيو ادارې دا غوښتنه ومنله او خپل څلور خبريالان یې دې سیمې ته واستول ترڅو تحقیقاتي راپور جوړ کړي.

خو کله چې دا خبريالان ددوی تر واک لاندې سیمې ته ورغلل هلته یې مرکې وکړې او‌ د سیمې څخه يې په ژوندۍ بڼه نشرات وکړل او تحقيقاتي راپور يې جوړ کړ، کله چې دا خبريالان د کندهار ښار ته دننه شول نو د حکومت استخباراتي ادارې دا کسان ونيول او ترننه پورې یې د ځان سره ساتلي دي.

په داسې حال کې چې د رسنیو د ملاتړ د بنسټونو، نړيوالې ټولنې او طالبانو له لوري په حکومت غږ وشو چې دا خبريالان ژر تر ژره خوشي کړي خو حکومت تراوسه په دې هکله کوم اقدام نه دی کړی.

تېره ورځ د کورنیو چارو نوي وياند ميرويس ستانکزي ته وويل چې دا خبريالان د حکومت په خلاف د تبليغاتو په تور نیول شوي دي، خو ستانکزي په دې ډول هېڅ ډول شواهد وړاندې نکړل او نه یې هم د محکمې د جريان په هکله څه وويل دومره یې وویل چې ددې خبريالانو څخه تحقيقات روان دي.

Comments are closed.

koi finance