The news is by your side.

!اشرف غني ‌د جمهوریت ستنې ړنګوي

خبریال وېبپاڼه – دافغانستان حکومت اوس تر بل هروخت له سختو ننګونو او فشارونو سره مخامخ دی. په کور دننه د سیاسیونو فشارونو او بهر د ګاونډیو هیوادونو د فشارونو سره سره د امریکا متحده ایالات هم پر حکومت د زیات فشار راوستلو په هڅه کې ښکاري.‌

ددې فشارونو لوی عاملونه پخپله ولسمشر ماڼۍ بلل کېږي چې د ناسمو پرېکړو په کولو متهم دي.‌ تازه ولسمشر پرېکړه کړې ده چې په افغانستان کې ټولې زیربنايي‌او د پرمختګ پروژې ودروي‌ او هم هغه پیسې په امنیتي‌سکټور کې مصرف کړي.‌

ددې پروژو د درولو دوه ګټې دوی سنجولې دي چې یوه یې نړۍ والې ټولنې او وسله والو طالبانو ته دا پیغام ورکول دي چې ګواکې طالبان او جګړه د پرمختیايي پروژو دښمنه ده؛ او بله یې په امنیتي ‌سکتور د پیسو مصرف کول دي.‌البته ددې پروژو د درولو بیلا بیلو لوی تاوانونه هم شته چې ښايي‌ د حکومت او جمهوریت ستنې له منځه يوسي.

ولسمشر غني بايد په ياد ولري چې د افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستې مشروطې دي، دا د مرستې د يوه لوري تر ډېره د بيا رغونې په برخه کې کېږی چې نړيوال بنسټونه یې د افغان حکومت څخه هر کال او ان هره مياشت منظم راپور غواړي.

د بل لوري بيا د حکومت سره د امریکا او نورو متحدینو مرستې په کور دننه د سولې د پروسې او د سياسیونو سره د اتحاد پورې تړلې دي.

که چېرې ولسمشر غني دا مدیریت او رهبریت ښکاره نکړي چې موجود سياسیونو سره راټول کړي نو دا مرستې به بېخي افغانستان ته راونه رسېږي.

دا مرستې داسې نه دي چې همدا اوس په افغانستان کې موجودې وي بلکې نړيواله ټولنه یې قدم‌ په قدم د خپلو شرايطو سره ترسره کوي.

نو د ولسمشر دا پرېکړه به د يوه لوري ددې سبب شي چې نړيوال هېوادونه خپلې مرستې بندې کړي، د بل لوري به په دې سکتور کې موجوده زرګونه خلک بې کاره شي چې بيا به هر یوه د دولت په وړاندې يو ستر مخالف جوړ کړی وي او تل به یې نقد کوي.

په بل قدم کې ويلی شو چې دا به ددولت له لوري د خدماتو وړاندې کول هم کم او يا بېخي له منځه يوسي او دولت به پاتې هغه نسبي مشروعیت هم له لاسه ورکړي.

Comments are closed.

koi finance