The news is by your side.

باجوه غواړي د جګړې اور ته پوکی ورکي

خبریال ویب پاڼه/ په افغانستان کې  روانه جګړه ورځ تربلې سختیږي او عام افغانان دې ته اندېښنه لري چې ښايي د وطن حالات يې تر دې هم خرابي، دوی په دې جګړه هر وخت پاکستان ګرم بللی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه یوځل بیا د افغانستان د حالاتو په هکله خبرې کړې او ویلي يې دي چې دوی ورسره دې پروسه کې همکاري  کوي.

باجوه انتقاد وکړچې کابل او اسلام اباد باید یو د بل د ملامتولو خبرې اولوبه پریږدي او د سولې لپاره باید کار وکړي ترڅو روانه جګړه پای ته ورسیږي.

هغه وویل چې  د افغانستان د روانې جګړې یوازنۍ حل لاره د دواړو لورو طالب او افغان دولت  ترمنځ فکر او انعطاف پزیري باید موجوده وي ترڅو په دې هېواد کې ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسیږي.

پاکستان او په تیره باجوه دافغانستان په وړاندې تل له منافقته کار اخیستی او ځانونه يې دې اوج ته رسولي چې اوس په عامه توګه د افغانانو ترې نفرت لري.

دې وروستیو کې د افغانستان په یو زیات شمېر ولایتونو کې جګړو زور اخیستی او افغان دولت په دې جګړو کې  د یو شمېر پاکستاني میلشه او پوځیانو د وژلو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په اوسنیو جګړو کې د طالب جامو کې پاکستاني پوځیان جنګیږي او بیا یې له جګړې وروسته چې کله په پوره شمېر ووژل شي نو جنازې يې پاکستان ته روانې وي.

د پاکستان لومړي وزیر عمرانخان وویل چې په پاکستان کې د یو کم شمېر طالبانو کورنۍ میشتي دي او دوی نه شي کولی چې فشار پرې راوړي جنرال باجوه په اوس وخت کې د افغانستان روانه جګړه کلیدي رول لري او د پاکستان لپاره اوس ټوله نړۍ پوی شوې چې افغانستان کې نیابتي جګړه مخ ته بیايي او په سیمه کې د ترهه ګرو ډلو ملاتړ کوي.

اوس نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې د پاکستان په وړاندې د افغانستان په حق کې و دریږي او له دې هېواده نور وغواړي  چې په افغانستان او سیمه کې ترهه ګري و دروي او نورو د دې ډلو تمویل تجهیز او ملاتړ پریږدي ترڅو په سیمه ییزه کچه ستونزې له منځه ولاړې شي

Comments are closed.

koi finance