The news is by your side.

طالبان له نيول شویو بندرونو څومره ګټه ترلاسه کوي؟

خبريال وېبپاڼه: طالبان له نيول شویو بندرونو څومره ګټه ترلاسه کوي؟‌ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د افغانستان د حکومت د هغه بندرونو چې اوس ددوی په لاس کې ۷,۳ ميليارده افغانۍ عايد درلودل، مجاهد ويلي چې اوس دا عايد يا عوايد په منظم ډول ددوی له لوري ټولیږي.

که څه د چارو څارونکي وايي چې اوس د هغه بندرونو څخه چې د طالبانو په لاس کې د هغه وخت غوندې استفاده نه کېږي چې افغان حکومت په وخت يا د هغوي د لاس لاندې ورڅخه کېده خو بيا هم د پام وړ عوايد د طالبانو لاس ته ورځي.

په اوس وخت د سپين بولدک، ابونصر فراهي، شیرخان بندر، اسلام قلعه او تور غونۍ بندرونه د طالبانو په لاس کې دي.

طالبانو پخپله ليکنه کې ادعا کړې ده چې دوی دا پيسې بدون د کوم فساد څخه په منظم ډول ټولوي او بېرته یې د خپلو خلکو لپاره په خدماتو کې کاروي، مجاهد وړاندې ويلي دي چې همدا اوس په هېواد کې د دوه سوو څخه زياتې ولسوالۍ ددوی تر واک لاندې دي چې پکې په مليونونه خلک ژوند کوي.

طالبان په دې ليکنه کې وړاندې ليکي چې دا خلک هر اړخيزو لکه د امنيت، روغتيا، تعلیم او نورو برخو کې خدماتو ته اړتيا لري چې له دې پيسو څخه په دې سکتورونو کې د کارمندانو په ټاکلو او خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې ګټه واخلي.

د چارو شننونکي وايي چې که طالبان په خپلو خبرو کې ريښتيني وي او خلکو ته خدمات وړاندې کول غواړي، خپل ملک او خلکو ته د خدمت کول غواړي نو لومړی بيا په هېواد کې روانه جګړه ودروي.

شننونکي وايي همدا اوس په هلمند، کندهار او هرات ولايتونو کې ګرمه جګړه روانه ده او ددې جګړې په ترڅ عامه شتمنۍ او عام افغانان له منځه ځي او د هېواد بنسټونه نړیږي نو طالبان که ريښتيا د افغان ملت خدمت کول غواړي لومړي بايد له تخريب څخه لاس واخلي او بین الافغاني خبرو کې نرمښت وښيي ترڅو يو جوړجاړی او سوله رامنځته شي.

د بل لوري د روانو حالاتو څارونکي وايي چې د افغان حکومت د بې پروایی، غفلت بې کفايتۍ او نا اهلتوب له کبله دا بندرونه د طالبانو لاس ته ولوېدل، دوی په حکومت نيوکه کوي چې ستراتيژيکې سیمې او ساحې یې نه دي تشخيص کړې د هغوی ساتنه يې نده کړې او په پای کې نه اسانۍ دا ډول مهمې سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلې.

Comments are closed.

koi finance