The news is by your side.

د طالبانو بريدونو ته د امريکا د هوايي ځواکونو ځواب

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې طالبانو د افغانستان دری لوی ښارونه کلابند کړي دي او پکې شدیده جګړه روانه ده امریکايي ځواکونو هم په طالبانو بمبارۍ پيل کړې ده.

تازه امريکايي ځواکونو په هرات ولايت کې بمباري کړې ده چې پکې یې ګڼ شمېر طالبان وژل شوي دي، په هرات کې ځايي چارواکي وايي چې امريکايي ځواکونو په طالبانو درۍ حملې وکړې.

که څه هم طالبانو تراوسه پورې په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې یې په کندهار ولایت کې د امريکايي ځواکونو د بمباریو خلاف ويلي و چې دا ددوحې د تړون نقض دی او دا به د امريکا لپاره پايلې ولري.

خو طالبان د امريکا په وړاندې هېڅ عملي قدم نه اخلي او صرف په خوله باندې ځينې د غندنې پیغامونه خپروي، طالبان وېره لري چې که په امريکايي ځواکونو حمله وکړي نو امريکا به سخت ځواب ورکړي او په پايله کې به ددوي او امريکا ترمنځ شوی تړون پيکه شي او ددوي دا لاسته راوړنه به په سيند لاهو شي.

دا بريدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې تېره اونۍ امريکايي جنرال کنت مکنزي وويل چې افغان پوځ د طالبانو له بریدونو سره مخ دی او دوی به سيل بين پاتې نشي او په طالبانو به بریدونه پيل کړي، مکنزي پخپلو خبرو کې وويل چې هرڅومره افغان ځواکونه د طالبانو له لوري د زياتو بریدونو سره مخ شي په همغه کچه به په طالبانو ددوي بریدونه زیات شي.

د بل لوری بيا همدا اوس په هلمند ولايت کې سخته جګړه روانه ده، حکومتي چارواکي وايي چې جګړه په ښار کې روانه ده، ځايي خلک وايي چې طالبان د ښار منځ ته داخل شوي دی او د حکومتي ځواکونو سره يې کلکه جګړه روانه ده.

د هلمند ترڅنک په کندهار او هرات ولايتونو کې هم طالبانو جګړو ته زور ورکړی دی، طالبانو په داسې مهال په ښارونو بريدونه پيل کړي دي چې دوی د دوحې د تړون په مهال ويلي و چې د ولایتونو په مرکزونو به بریدونه نکوي.

Comments are closed.

koi finance