The news is by your side.

بایډن خپلو افغان ملګرو ته نوې ډالۍ وړاندې کړه

امریکا وايي چې د تیرو شلو کلونو افغان ملګري او همکاران چې له دوی سره يې په سختو حالاتو کې دندې ترسره کړې له افغانستانه باسي او خوندي کوي يې.

د راپورونو له مخې تراوسه پوري ۲۵۰۰ کسانو امریکا ته د تلو لپاره خپل اسنادونه خلاص کړي دي او هغوی  به امریکا ته ولاړ شي خو د امریکا ولسمشر بایډن یو بل څه هم وکړل.

بایډن په یو نوي اقدام د خپل پوځ د افغان همکارانو لپاره اته زره نوې ویزې منظورې کړې او د دوی لپاره يې د ژوند د لومړیو اسانتیاوو، د برابرولو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر هم منظورکړل چې دا یو نوې ډالۍ کیدلای شي.

امریکايي رسنیو  راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپل تازه او نوي فرمان کې اته زره ځانګړې ویزې او د خپلو افغان همکارانو لپاره ۵ سوه میلیونه ډالر منظور کړل چې.

د امریکا ولسمشر بایډن ویلي ځکه دا اقدام کوي چې د دوی افغان همکارانو په ډیرو سختو شرایطو کې له امریکايي ځواکونو سره ماموریتونه ترسره کړي او مستحق يې دي، د ده په وینا دوی د افغان همکارانو خوندیتوب ته ژمن دي او هره برخه کې ورته حاضر دي چې همکاري ورسره وکړي.

تراوسه پوري تر ۲۰۰ افغانان له خپلو کورنیو سره امریکا ته رسیدلي او هلته په یوه نظامي اډه کې د خپلو ویزو تر کار خلاصې پوري ساتل کیږي.

امریکا جرمني او چک جمهوریت پتېلې چې د دوی افغان همکاران په خطر کې دي او دوی به یې له افغانستانه وباسي تر ډیره بریده په چټکۍ سره په دې برخه کې کارونه روانه دي ترڅو دا افغان ژباړنان او قرار دادیان ژر له افغانستانه و ایستل شي.

که څه هم وسلوالو طالبانو د بهرنیو ځواکونو افغان کارکوونکو ته ډاډ ورکړی وو، چې دوی خوندي دي او هیڅوک به پرې کار ونلري خو دوی او کورنۍ یې اندېښنې لري چې افغانستان کې د وضعیت د دومره خرابیدو سره به ونکړای شي چې ځان او کورنۍ خوندي کړي ځکه نو خپل راتلوونکې ته اندېښمن دي او څومره ژر چې کیدلای شي باید دوی ته ویزې ورکړل شي او له افغانستان بهر شي امریکا ډیری افغانان لومړی دریم او بیا امریکا ته انتقالوي

Comments are closed.