The news is by your side.

رویا رحماني وايي کابل خوندي نه دی، ځکه واشنګټن کې پاتې کېږي

خبريال وېبپاڼه: رویا رحماني وايي کابل خوندي نه دی، ځکه واشنګټن کې پاتې کېږي، په داسې حال کې چې لنډه موده کېږي په امريکا کې د افغانستان پخوانی سفيره رویا رحماني له دغه غوړ پوست څخه لرې شوې ده خو اوس ويل کېږي چې نوموړې هم کابل نا امن بللی دی او وايي چې نه غواړي کابل ته ولاړه شي ځکه چې په کابل کې یې سر خوندي نه دی او هلته یې ژوند په خطر کې دی.

رویا رحماني په داسې حال کې افغانستان ته له تګ څخه مخ اړوي چې په هېواد کې د فساد لويې دوسيې هم لري، هغه څو ځل د لويې څارنوالۍ له لوري د تحقیقاتو لپاره را غوښتل شوې وه خو دا چې د مېرمن رحماني په اوړو کې شېګه ده نو کابل ته یې د راتګ لپاره هېڅ زړه نه و ښه کړی.

ډېری خلک دا پوښتنه کوي چې د رویا رحماني د فساد د سترو دوسيو په شتون کې لکه په ميليونو ډالرو د یوه کوچني دیوال جوړول خو دا بيا هم چا را ونه نيوی شوی، خو ویل کېږی چې مېرمن رويا د بهرنیو چارو د وزير حنيف اتمر تر ځانګړي مرحمت لاندې ده ځکه نو د چا زور ورباندې نه رسېږي چې د قانون حکم ورباندې پلی کړي.

ويل کېږي نوموړې د حنیف اتمر لپاره په امريکا کې ځانګړي تبليغات او لابي کول ځکه نو حنيف اتمر يې هم تر شا لکه دېوال ولاړ و او د ګل ګوزار یې هم په مېرمن رويا باندې نه زغمه.

يوازې مېرمن رحماني نده چې د افغان ملت له دسترخوان یې بی حسابه خوري بلکې د اشرف غني د حکومت ډېری مامورين همدارنګه دي، دوی ددې ملت په پيسو باندې ځانونه ښه و پړسوي نور ولاړ شي په غربي هېوادونو کې په لوړو پوستونو وټاکل شي هلته هم ۷۵ متره دېوال په میلیونو ډالرو جوړ کړي او بيا وايي نور نو کابل ورته خوندي ښار ندی.

د يادونې وړ ده چې د افغان ملت په سر چنګک نور ډېری مشران هم په کابل کې د بهرنيو هېوادونو پاسپورټونه لري، ميليونو ډالر سرمايې لري او چې پوه شي نور د افغان ملت په نوم ډالرې نشي وهلی نو دوی به د مېرمن رويا خواته يو طرفه ټکټ واخلي او بيا به له هغه ځايه د افغانستان په هکله لويې لويې خبرې او تحليلونه کوي.

Comments are closed.