The news is by your side.

د نړیوال المپیک مډال ارزښت

خبریال ویب پاڼه/ تاسو پوهیږئ چې د المپیک نړیوالې سیالۍ د یوه هېواد په کوربتوب خورا په جوش او خروش کیږي خو سوال دا دی چې دا لوبغاړي د څه لپاره دومره خولې تویوي، رښتیا که ډیری لوبغاړې  د دې مډال ګټلو لپآره خولې تویوي ډيری یې اوښکې هم تویوي خو کله چې ناکام پاتي شي.

له تاسو سره دالمپیک مډال په هکله حتمي پوښتنې شته تاسو فکر کوئ چې دا مډال همدومره مهم دی نو ښايي قمیت يې هم لوړ او طلا څخه جوړ شوی وي؟

د مډالونو جوړښت او قمیت

د توکیو د نړیوال  المپیک مډالونه د چاپانیانو دالکترونیکي له کاره لویدلو پرزو څخه جوړ شوي چې تر همدې مهال یې تاسو خپله وینئ چې ارزښت يې هیڅ دی، خو د مډال په جوړولو کې لاهم ګرانبیه مواد کارول کیږي.

تراوسه پوري مو د مډال په هکله د طلا او نه طلا پوښتنه نه ده  ځواب شوې د المپیک دا مډالونه له ۹۲،۵ سلنه نقرې او پاتي سلنه یې  باید طلا پکښي کار شوې وي.

بله مهمه خبره داده چې د دوی خالص قیمت به څومره وي یو متخصص وویل چې د المپیک د هر  مډال بیه ۷۵۰ ډالره ده، چې په هیڅ وخت کې د نړیوال المپیک د لوبغاړو د لګښتونو پوره کونه نه شي کولی ښايي هغوی مصارف زیات ولري.

که چیري تاسو د نقرې یو مډال ویلي کړئ نو و به کړای شئ چې یوازي ۴۰۰ ډالر پرې وګټئ او که مو چیري د برونزو مډال خرڅوی نو یوازي يې قمیت اوه ډالره راځي.

خو د دې رشتې لوبغاړي بیا په دې یوازي دا ویاړ لري چې دوی ته ورکړل شوي مډالونه معنوی ارزښت لري او خپل نومونه په نړیوالو لیستونو کې ثبتوي.

تر اوس وړاندې ۱۹۱۲ کال کې د المپیک مډالونه له خالصې طلا جوړیدل خو له لومړنۍ نړیوالې جګړې وروسته طلايي مډالونه پر نقرې واوښتل او یوازي اوس طلایي پوښ ورکول کیږي.

سږکال د المپیک په سیالیو کې افغان لوبغاړو هم ګډون وکړ چې د چاپان په توکیو کې ترسره کیږي خو بل پړاو ته یوه هم لاره پیدا نکړه خو بیا هم په دې سیالیو کې د افغانستان غوندي هېواد لپاره یوازي په دې سیالیو کې غړیتوب او ګډون هم لوی ویاړ دی

Comments are closed.