پاکستانی حقاني: نړیوال دي پاکستان د افغانستان حق کې تر غاړه ونیسي
خبریال ویب پاڼه/ تراوسه پوری شاوخوا ټوله نړۍ پر دې ږغیږي چې پاکستان په افغانستان کې نیابتي جګړه مخ ته بیايي او په دې هېواد کې د ترهه ګرو ډلو تمویل او تجهیز کوي چې نړیوال يې باید مخه ونیسي، خو تر اوسه پوري کوم نړیوال عکس العمل چا د پاکستان په وړاندې نه دی ښودلی.
اوس تازه په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني د پاکستان له لوري د افغانستان له ناسم سیاست او کړنو څخه پرده پورته کړې او په دې هکله يې توند غبرګون ښودلی.
حقاني ویلي نړیواال دي پاکستان د طالبانو او نورو ترهه ګرو ډلو له ملاتړه را وګرځوي هغه له سي ان ان سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې نړیوال ولې پر دې سترګې پټوي چې له ډیرو کلونو را په دې خوا د افغانستان د جګړې شاته پاکستان دی ملاتړ يې کوي او په سیمه ییزه کچه د ترهه ګرو او ورانکاره ډلو ملاتړ کوي.
نوموړي پآکستان تورن کړ چې د ترهه ګرو ډلو جوړول او ترهه ګري يې واضحه بهرنۍ تګلاره ده او پاکستان د هند د کمزوري کولو لپاره زیاتي ترهه ګرې ډلې جوړې کړې او د طالبانو د ډلې اوس هم ملاتړ کوي.
حقاني زیاته کړه د پاکستاني پوځ ستره برخه تمرکز پر دې دی چې څنګه ترهه ګرې ډلې و روزی او د هغوی روزنه او پالنه وکړي چې خپلو موخو ته ځان پرې ورسوي.
حسین حقاني وویل امریکا اوس مهال د پاکستان په وړاندې چپه پاتي ده ا وکه چیري حالت همداسې روان وي نو افغانستان به د خونړیو جګړو پر ډګر واوړي ، ځکه چې طالبان له القاعده سره نه بېلیدونکي اړیکي لري او امریکا باید په دې سره سر خلاص کړي.
د پآکستان دې ډیپلماټ تر دې وړاندې هم د خپل هېوناد د ناسمې پالیسۍ په وړاندې نړیوال خبرکړې ولې تراوسه پوري چا د پاکستان غوږ کش نکړ چې تاسې ولې په افغانستان او سیمه کې ترهه ګري چاغوئ تراوسه پوري د افغانستان د وضعیت په هکله فکرونه خراب او ورځ تر بلې د دې هېواد حالت خرابیږي چې نړیوال او افغانان يې د خپل راتلوونکې لپاره په اندېښنه کې اچولي
Comments are closed.