The news is by your side.

السکاندر: عمرانخان، دوکه باز دوه مخی او بې شرمه سړی دی

خبریا ویب پاڼه/ هپه افغانستان کې د کاناډا پخوانی سفیر چې له ډیره وخته را په دې خوا کوښښ کوي د پاکستان دومخیتوب بربنډ او نړیوالو ته يې وښيي اوس تازه د پاکستان د لومړي وزیر عمرانخان په هکله تازه څرګندونې کړې دي.

دې پخواني کاناډايي ډیپلماټ ویلي چې پآکستان اوس هم د طالبان ملاتړ کوي او زیاته يې کړه چې د دې هېواد لومړی وزیر عمرانخان يې بې شرمه دوکه باز او دوه مخی انسان بللی او زیاته کړې يې ده چې د څو کلونو را په دې خوا د طالبانو پر ضد تبلیغات کوي او ګټه ورته رسوي.

کریسټوفر الکساندر وویل چې پر عمرانخان ضرور ده چې زیات بندزیزونه پرې ولګول شي او هاګ محکمه کې محاکمه شي او په خپله سزا ورسیږي.

په افغانستان کې د کاناډا پخوانی سفیر  پر یوه مهمه خلا او صحنه دا مهمې څرګندونې کوي هغه کوښښ کړی چې د عمرانخان او نورو پاکستانیانو هغه څرګندونې چې د طالبانو او پآکستانیانو په هکله يې کړې درواغ ثابتې کړي.

د پاکستان لومړي وزیر عمرانخان ویلي وو، چې طالبانو تغیر کړی او هغوی بد خلک نه دي او ان داسې هم ویل شوي وو، چې هغوی ځیرک او ښه خلک دي خو الکساندر کوښښ کړی ترڅو د عمرانخان او پاکستان له څیرې اصلي پرده پورته کړي.

پاکستان دوه مخی دی

په دې وروستیو کې چې په افغانستان کې وضعیت هم خورا خراب شوی او خلک اندېښنه لري او همدارنګه د افغانستان نژدې په شلو ولایتونو کې جګړې روانې دي پاکستانیانو په یوه خوله کې دوه ژبې ساتلې افغان حکومت او امریکا ته وايي موږ به د سولې لپاره کار وکړو اوطالب به و ځپو خو طالب ته بیا وايي چې تاسو باید جګړه وکړئ او د افغانستان دولت له منځه یو سئ چې په دې سره پاکستان شو دوه مخی.

تراوسه پوري هیڅ دریم هېواد د افغانستان په حق کې پاکستان نه دی ننګولی چې تاسو له کلونو کلونو را په دې خوا په افغانستان  کې جګړه کوئ تروریستي ډلې مو جوړې کړې او همدارنګه د ترهه ګرو په روزنه کې لاس لرئ ځکه نو باید محکمه او درسره حسا ب وشي داسې هیڅوک پیدا نه شو

Comments are closed.