The news is by your side.

د امنیتي ځواکونو په هکله ګټوره پریکړه/ اعلان به يې ولسمشر وکړي

خبریال ویب پاڼه/ افغان ملت اوس یوازي همدا وايي چې د نجات پرشتې مو همدا سرتیري دي او زیاتي هیلې ورته لري ان په یو شمېر جګړه ییزو حالاتو کې ورسره څنګ پر څنګ هم دریدلي.

ملت تل ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې یوازي اړتیا ده چې  افغان امنیتي ځواکونو پوره ملاتړ وشي تجهیز او اکمال ته يې پام وشي او ورته زیات امتیازات ورکړل شي.

اوس یوه ښه او تازه پریکړه د ولس د دې غوښتنو سره سم شوې او پریکړه شوې چې افغان امنیتي ځواکونو امتیازات به زیاتیږي او له دې وروسته به ورته فکر کیږي.

د افغانستان د امنیتي سکتور ویاند اجمل عمر شینواري ویلي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندونو ته د درناوي په موخه  د افغانستان ولسمشر د امنیتي ځواکونو منسوبینو ته مادي امتیا لوړوي  او دا چازه په نظر کې ورته نیول شوې ده.

هغه ویلي دا چې د افغان امنیتي ځواکونو ټولو چارو ته درناوی شوی وي، نو په ډیر نژدې راتلوونکي کې به د مادې امتیازاتو د لوړیدلو په هکله افغان ولسمشر اعلان وکړ، او اجرات به وشي.

د امنیتي ځواکونو اوسنی حالت

افغان امنیتي ځواوکونه چې د نړۍ په یوه لویه جګړه کې ښکېل شوي دي هره ورځ د خپل هېواد او خلکو لپاره قرباني ورکوي او لاهم په ډاډه سره لګیا دي او خپلې دندې مخ ته بیايي، که څه هم په ټول هېواد کې وضعیت خراب دی خو د افغان ولس او حکومت په ګډون نړیواله ټولنه هم د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر وړتیا باور لري او څو ځله يې ویلي چې دوی کولای شي خپل هېواد وساتي او خپلو دښمنانو ته  ماتې ورکړي.

امریکا ناټو او نورو هېوادونو په راتلوونکې کې د افغان ځواکونو سره د مرستې اوهمکارۍ ژمنې کړې او ویلي يې دي چې د دوی له لوري به دا چاره دوام ولري.

امنیتي وضعیت

د افغانستان په شاوخوا شلو ولایتونو کې جګړې  او بریدونه دوام لري او د تیرو شلو کلونو را په دې خوا افغان پوځ سخت  مسؤلیت ور له غاړې دی دا مهال د افغانستان دریو لویو ښارونو کې هم د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ مخامخ جګړې روانې دي او دولت ویلي چې دا بریدونه به کنټرول کړي

Comments are closed.

koi finance