The news is by your side.

امریکا پاکستان ناهیلی او مایوسه کړ اوس به يې وهم شړي

خبریال ویب پاڼه/ امریکا پخوانیو زمانو کې ان پاکستان  خپل متحد هېواد باله خو اوس هغه پخه یارانه پاتي نه ده او نه هم کومه اړتیا شته چې لوی لالا پاکستان ته په جار او قربان ووايي ځکه نو پاکستان اخیر فریاد وکړ.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف  امریکا ته تللی او هلته يې له خپل سیال جک سلیوان سره لیدلي  او پر مهمو مسایلو خو ناهیلې خبرې  يې کړې.

معید یوسف له سیلوان سره د خپلو خبرو نتیجه په ناهیلۍ سره بیان کړه او زیاته يې  کړه چې جدي خبرې يې کړې دي خو د پخوا په شان به لویي غونډې او انځورونه نه وي.

یوسف که څه هم د دې خبرو د څرنګوالي په هکله څه ونه ویل خو له ورایه ښکاري چې امریکا نور پآکستان شړلی او نه غواړي ورسره د پخوا په شان چلند وکړي.

خبره دلته هم خرابه شوې چې پآکستان په دې وروستیو کې چین ته نژدې شوی او امریکا سره تر ډیره په اتڼ کې مخ نه اړوي ځکه نو داسې ورسره وشو.

یوسف د افغانستان په هکله هم څرګندونې کړې او زیاته يې کړه چې پاکستان نور دا باوري کوي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی په دې هېواد کې باید نور د وینې تویندنې سبب نه شي.

امریکا او پاکستان

په دې وروستیو کې د پاکتستان او امریکا ترمنځ د اړیکو زوال رامنځ ته شو امریکا په لومړیو چې کله يې له افغانستانه د سرتیرو وتلو پروسه پیل کړه نو کوښښ يې وکړ چې له افغانستانه دباندې اډې د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو کې جوړي کړي چې د پآکستان د سیاسونو له مخالفت سره مخ شول او دولت يې هم پکښي ځان واچوه دا لومړۍ پیښه وه ورپسې امریکا له دې هېواده په بار بار وغوښتل چې طالبان باید د سولې خبرو ته کښېنوي که څه هم پاکستان داکار وکړ خو بیرته يې تر شا طالبانو ته فرمایشونه ورکړل  چې هم يې  افغانستان کې جګړه رامنځ ته کړه او هم يې د سولې روانه پروسه زیانمنه کړه چې تر اوسه پوري ورته امریکا په قهر ده او له دې وروسته به ورسره لارې جدا او تر سختو فشارونو لاندې ونیسي خو پاکستان لا لوبه کوي چې امریکا بیرته رزا کړي

Comments are closed.