د انصاري او حلیمي قضیه تر کومه ورسیده حکومت څه وکړل؟

خبریال ویب پاڼه/ په هرات کې د ګذرې ګذرګاه مسجد خطیب مولوي مجیب الرحمن انصاري تر دې وړاندې هم د دولت پر ضد څرګندونې کړې وې او له غبرګونونو سره مخ شوی وو.

دې ملا په دې وروستیو کې یو ځل بیا داسې ناندریزې څرګندونې کړې چې په مقابل کې يې سخت غبرګونونه راپاریدلي او ان له دولته د نوموړي د نیول غوښتنه هم شوې ده.

مولوی مجیب الرحمن تیره جمعه هلته له یوه ځایي قوماندان اسماعیل خان څخه غوښتي چې له طالبانو سره دي جګړه نه کوي او له دې ډلې سره دي سوله او اوربند وکړي.

هغه له دېني عالمانو هم غوښتنه کړې وه چې له داسې یوه نظام چې د یهودو او نصارا وو په لاس رامنځ ته شوی وو، ملاتړ ونکړي په عمومي ډول مولوي مجیب له طالبانو ملاتړ اعلان کړی.

خو د ده له دې څرګندونو وروسته د افغانستان د ارشاد حج اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د مولو مجیب د څرګندونو په هکله توند غبرګون وښود، او زیاته يې کړه چې هغه دیني عالمان به ونیول شي چې د شته نظام او افغان ځواکونو پر ضد تبلیغات کوي.

ښاغلي حلیمي وویل په هغه  هېواد کې چې عبادت، جومات، خطابت او امامت کیږي څنګه کولای شئ ووایاست چې اسلامي دولت دي راشي، کوم اسلام دولت؟

حلیمي انصاري تورن کړ چې له دولته تنخوا هم اخلي خو بیا د همدې دولت پر ضد تبلیغات کوي خو مجیب  الرحمن وویل چې له دولته تنخوا نه اخلي او کورنۍ یې شخصي تجارت کوي.

نور غبرګونونه

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکې هم په دې هکله بیلابیل نظریات لري او وايي چې دولت باید په دې هکله بې تفاوته پاتي نه شي د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د مولوی مجیب الرحمن غوندي دیني عالمان د پردیو په جاسوسي هم تورن کړل

دولت څه کړي؟

افغان دولت د دولت مخالفینو سره د همکاري او هغوی ته د تبلیغاتو کولو په تور څلور کندهاري خبریالان ونیول او همدا رنګه يې وویل چې چاته په اوسنیو شرایطو کې اجازه نه ورکوي چې د دولت و افغان ځواکونو پر ضد تبلیغات وکړي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro