The news is by your side.

غني: نه غواړو د اګوړه او د پاکستان نورې مدرسې زموږ سرنوشت وټاکي

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف د وروستیو امنیتي حالاتو او په هېواد کې د اوسنیو تحولاتو په هکله د ملي شورا فوق العاده  غونډې ته وینا وکړه او و يې ویل چې موږ خپل انتخاب کړی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان روانه جګړه پردۍ او پر افغانانو تپل شوې  وبلله او زیاته يې کړه چې دوی د دې ناروا جګړې په هکله خپل انتخاب کړی دی.

ولسمشر وویل چې طالبانو تغیر کړی خو منفي تغیر تر پخوان ظالمان شوي او بې رحمه شوي دي، او موږ پرې ږغ کوو، چې له دې بې رحمه جګړې لاس واخلي او د سولې پروسې سره یوځای شي.

ولسمشر د دې خبرې په کولو سره چې خپل انتخاب يې کړی وویل موږ نه غواړو چې د اګوړه خټک او د پاکستان نورو مدرسو کې زموږ او هېواد سرنوشت و ټاکل شي.

هغه وویل چې د هېواد اوسنی حالت به بیرته عادي حالت ته ګرځي او د شپږو میاشتو په موده کې به د یوه پلان پر مټ افغان ځواکونه پخواني حالت کې ته ګرځي او وضعیت به عادي کیږي.

ولسمشر د سولې په هکله د خپل دریځ په هکله وویل طالب که سوله کوي د سولې پرمېز اوږه پر اوږه ورسره کښېنو اوکه چیري جګړې ته ځي نو په دې ډګر کې يې ګونډې ورماتوو.

هغه زیاته کړه چې د سولې ټولې هڅې يې ترسره کړې خو تراوسه يې کومه نتیجه ورنکړه اوس دوی مجبوره دي چې کومه بله لاره غوره کړي.

د ولسمشر ترڅنګ د ولسي جرګې د غړو له لوري د یوه پریکړه لیک په ورکولو سره له اوسني نظام څخه ملاتړ وشو او افغان ځواکونه يې خپل اتلان وبلله هغوی په خپل دې پریکړه لیک کې له طالبانو  وغوښتل چې د یتیم سازي جوړولو د جګړې ماشین دي و دروي او نور دي له جګړو لاس واخلي ترڅو هېوادوال د ارام نفس وکاږي.

په پریکړه لیک کې ټینګار شوی وو، چې ټول استازې به د خپلو سرتیرو ملاتړ کوي او د نظام پر ننګه به د خلکو د را پاڅولو کوښښ هم وکړي، که څه هم  ولسي جرګه رخصت وه خو نن ولسمشر د مشرانو او ولسي جرګې غړو ته په فوق العاده غونډه کې خپلې پریکړې او څرګندونې وکړې

Comments are closed.