ولسمشر د خپلې لویدلې څوکۍ د بیرته پورته کولو هڅه وکړه
خبریال ویب پاڼه/ افغان ولسمشر نن د ملي شورا په یوه فوق العاده غونډه کې ګډون وکړ چې د ولاړیدلو پر مهال یې د دوه رییسانو ترمنځ چوکۍ وغورځیده او ده یې د پورته کولو هڅه هم وکړه.
ولسمشر د میر رحمان رحماني او فضل الهادي مسلیمار ترمنځ ناست او څوکۍ يې ايښودل شوې وه خو کله چې دی ولاړیده په دې مقطع کې چوکۍ غورځي او درې واړه رییسان کوښښ کوي چې د ولسمشر لویدلې چوکۍ پورته کړي خو هیڅ یو بریالی نه شو او داسې ګمان کیږي چې کوم ساتوونکې بیرته دا چوکۍ پر خپل ځای کښېښوده، اوس پر ټولنیززو رسنیو دا موضوع د خلکو ترمنځ د بحث وړ موضوع جوړه شوې،
د ټولنیزو رسنیو یوه کاروونکې عبدالله امینې لیکلې د ولسمشر د چوکۍ غورځیدل له حکمته خالې نه ده باید دا درک کړل شي.
د امرالدین اشرفي په نوم بل هېواد وال وویل په اوسنیو شرایطو کې زموږ هېوادوال په یوه مایوسه جنګي حالت کې دي او تاسو د ولسمشر د چوکۍ د غورځیدلو موضوع باندې مصروف یاست.
غني: نه غواړو د اګوړه او د پاکستان نورې مدرسې زموږ سرنوشت وټاکي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف د وروستیو امنیتي حالاتو او په هېواد کې د اوسنیو تحولاتو په هکله د ملي شورا فوق العاده غونډې ته وینا وکړه او و يې ویل چې موږ خپل انتخاب کړی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان روانه جګړه پردۍ او پر افغانانو تپل شوې وبلله او زیاته يې کړه چې دوی د دې ناروا جګړې په هکله خپل انتخاب کړی دی.
ولسمشر وویل چې طالبانو تغیر کړی خو منفي تغیر تر پخوان ظالمان شوي او بې رحمه شوي دي، او موږ پرې ږغ کوو، چې له دې بې رحمه جګړې لاس واخلي او د سولې پروسې سره یوځای شي.
ولسمشر د دې خبرې په کولو سره چې خپل انتخاب يې کړی وویل موږ نه غواړو چې د اګوړه خټک او د پاکستان نورو مدرسو کې زموږ او هېواد سرنوشت و ټاکل شي.
هغه وویل چې د هېواد اوسنی حالت به بیرته عادي حالت ته ګرځي او د شپږو میاشتو په موده کې به د یوه پلان پر مټ افغان ځواکونه پخواني حالت کې ته ګرځي او وضعیت به عادي کیږي.
ولسمشر د سولې په هکله د خپل دریځ په هکله وویل طالب که سوله کوي د سولې پرمېز اوږه پر اوږه ورسره کښېنو اوکه چیري جګړې ته ځي نو په دې ډګر کې يې ګونډې ورماتوو.
هغه زیاته کړه چې د سولې ټولې هڅې يې ترسره کړې خو تراوسه يې کومه نتیجه ورنکړه اوس دوی مجبوره دي چې کومه بله لاره غوره کړي.
د ولسمشر ترڅنګ د ولسي جرګې د غړو له لوري د یوه پریکړه لیک په ورکولو سره له اوسني نظام څخه ملاتړ وشو او افغان ځواکونه يې خپل اتلان وبلله هغوی په خپل دې پریکړه لیک کې له طالبانو وغوښتل چې د یتیم سازي جوړولو د جګړې ماشین دي و دروي او نور دي له جګړو لاس واخلي ترڅو هېوادوال د ارام نفس وکاږي.
Comments are closed.