The news is by your side.

تحريک طالبان پيل پرې کړی درې پاکستاني عسکر هلاک او له پښو غورځولي

خبريال ويب پاڼه/ له پښتونخوا څخه راپورونه دادي چې اوس هلته پاکستاني ملېشه او عسکر په سمه وخت نه شي تيرولای ځکه د تحريک طالبان غوندي کسان يې هلاک کوي.
د شمالي وزيرستان کومه سيمه کې پاکستاني عسکرو په خورا ډار سره غوښتل ګذمه وکړي چې موټر يې د سرک غاړې پر ماين ور برابر شوی او پوره مرګ ژوبله يې ورته ميلمنه کړې ده.
د وړاندې شويو مالوماتو له مخې په دې چاودنه کې درې پاکستاني عسکر ځای پر ځای قتل او دوه نور مرګونې ژوبل شوي دی، که څه هم د دوه ژوبلو کسانو وضعيت دوی سم ښيي خو ښايي مړه شي.
له دې پيښې وروسته د تحريک طالبان يوه وياند د دې بريد پړه پر غاړه اخيستې او تر دې زياته د مرګ ژوبلې ادعا يې کړې.
تحريک طالبان غواړي چې د پښتونخوا څخه ډير يا هم ټول پاکستاني عسکر وشړي او هلته د خلکو خودمختاري اعلان کړي.
تحريک طالبان په دې وروستيو کې همداسې وويل چې دوی به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او پاکستاني عسکر چې په سيمه کې وحشت او دهشت له پښتني سيمو شړي.
پښتونخوا کې تحريک طالبان او محکوم بلوچستان کې بلوڅ ملتپال دا مهال له پاکستاني مستبد رژيم سره د دوی د ظلمونو په وړاندې جنګیږي او وسله یې پورته کړې دا ملتپالې ډلې وايي چې د پاکستان تر ولکې لاندې دې سيمو کې ورته د وګړو د ژوند لومړنۍ اسانتياوې نه ورکوي په يوه او بل نوم يې رټي او اواز يې ورته خاموش کوي، خو دوی وويل چې وسله يې پورته کړې او تر څو چې يې ازادي نه وي تر لاسه کړې نو له دې ظالم رژيم سره به جنګيږي.
د پاکستان دولت خپله منلې چې دې وروستيو کې يې پر عسکرو بريدونه زيات شوي دي او ډير يې ورته هلاک کړي دي.

تراوسه پورې که څه هم په ښکاره پاکستانی دولت څه نه وايي خو په اصل کې يې دوی د خپلې راتلوونکې په هکله خورا وارخطا کړي دي او هیڅ پاکستانی عسکر په پښتونخوا او بلوچستان کې دندې ترسره کولو ته زړه نه ښه کوي، خو پاکستانی دولت مجبور دی چې څوک سيمې ته واستوي او امنيت يی تامين کړي

Comments are closed.