The news is by your side.

کرزي شل کاله وروسته خپله چوپتيا ماته کړه

خبريال وېبپاڼه: کرزي شل کاله وروسته خپله چوپتيا ماته کړه، د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې دده د حکومت په دوره کې طالبانو ته بخښنه شوې وه او ډېری طالبان عادي ژوند ته را ګرځېدلي و او په هېواد کې په دومره لوړه کچه تاوتریخوالي شتون نه درلود خو د امريکا د حملو دوام ددې سبب شي چې طالبان بيا جګړې ته مخه کړي.

حامد کرزي نن د خپلو خبرو په جريان کې د طالبانو د دورې په هکله هم خبرې وکړې، ده د طالبانو د وخت په هکله وويل چې کله طالبان په افغانستان کې په قدرت کې و او حکومت ددوی په لاس کې و نو د خلکو حقوقو ته یې درناوی نه درلود او نه یې مراعات کول او د بل لوري یې بهرنیو کړيو او هېوادونو ته اجازه ورکړې وه چې د افغانستان دننه شي نو له همدې کبله دی د طالبانو مخالف و، مګر په ذات کې هغوی هم ددې هېواد خلک دي.

کرزي زياته کړه چې کله دده حکومت راغی او افغانستان ته جمهوریت راستون شو نو په دې ډول د یوه پلوه ټولو طالبانو ته عفوه او بخښنه وکړه، کرزی وايي چې ډېری طالبان دده له عفوې خوښ شول راغلل او ارامه ژوند يې پيل کړ، د جنګ او جګړې څخه يې لاس واخيست او خپل عادي روزګار یې پرمخ وړ.

نوموړي له دې وروسته وويل چې کله دده په دوره کې طالبانو د عفوې څخه ګټه واخيسته او نورمال ژوند يې پيل کړ نو یو ناڅاپه بهرنیانو او ځینو کورنیو کړیو د طالبانو په کورنو او کليو باندې هجوم وروړ او ددې سبب شول چې طالبان مجبور کړي د افغانستان څخه وتښتي.

کرزي وويل چې امريکا په لوی لاس طالبان جنګ ته مجبور کړل، ده زياته کړه چې د امريکا او ځينو کورنيو کړیو له لوري د افغانستان د خلکو په وړاندې يو نوی جنګ پيل شو چې دې جنګ ته د طالبانو په وړاندې د جنګ نوم ورکړل شو.

دغه پخواني ولسمشر وړاندې وويل چې له همدې کبله ده طالبانو ته د ورور خطاب وکړ ځکه چې هغوی هم ددې خاورې سره تعلق لري او د همدې هېواد خلک دي.

Comments are closed.

koi finance