امریکا افغانستان څنګه له خطر سره مخ کړ
خبریال ویب پاڼه/ ټوله سیمه او نړیواله ټولنه پر امریکا انتقاد لري چې ولې بې وخته له افغانستانه ووتل دا غبرګونونه په کور دننه امریکا کې هم شته او یو شمېر سیاسون د بایډن پر اداره نیوکه کوي چې له افغانستانه يې بې وخته سرتیري و ایستل.
اوس تازه د امریکا د استخباراتو پخواني رییس ډیوډی پټریوس د افغانستان د روان وضعیت په هکله غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې دا هرڅه د امریکا له لوري ترسره شول.
پټریوس ویلي چې په افغانستان کې د اوسنیو حالاتو راتګ د امریکا د بې پروايي له امله رامنځ ته شوی او یوازي د دې حالت مسؤله امریکا ده.
هغه د امریکا پر غیري مسؤلانه وتلو نیوکه کړې او افغانستان يې د امریکا د بې پروايي له امله له خطرونو سره مخ بللی او په ر اتلوونکې کې يې اندېښنه څرګنده کړې ده.
پټریوس په خپلو څرګندونو کې ویلي امریکايي چارواکو له افغانستان سره ځکه بې پروايي کړې چې د جګړې تر ختمولو مخکې له افغانستانه تللي دي.
د ده په وینا تر اوسه په افغانستان نه د سولې خبرو پایله لرلې ده او نه هم دې ډلې له القاعدې او نورو ترهه ګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړې دي خو په ورته وخت کې بیا په دې مقطع کې امریکا له افغانستانه د سرتیرو وتلو اقدام کړی.
جنرال ډیویډ پټریوس وویل له همدې بې پروايي افغانستان کړیږي او دا هېواد د امریکا د بې پروايي له امله اوس له خطرونو سره مخ دی او داسې هم پتیل کیږي چې ښايي افغانستان کې کورنۍ جګړې رامنځ ته شي ده اوسنی تاوتریخوالی زړه بوږنوونکی بللی او د سولې خبرو د یوې پایلې رسیدلو غوښتنه يې کړې ده.
له پټریوس سره ترخوا نور منتقدین او په کور دننه یو امریکا کې هم ورته نظریه لري او بایډن د افغانستان په حق کې ناکام بولي که څه هم هغوی له افغانستانه د سرتیرو وتلو مخالف نه دي خو وايي چې په اوسنیو شرایطو کې باید امریکايي سرتیري له افغانستانه ونه وزي ځکه په افغانستان کې هرڅه پر بل مخ دي او باید دې ته لږ فکر وشي
Comments are closed.