امریکا اوس په ورځني ډول افغانستان کې څومره بریدونه کوي
خبریال ویب پآڼه/ له بهره د امریکايي ځواکونو بریدونه د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي په زیاتیدلو سره ډير شوي او نژدې هره ورځ په جګړه ییزو سیمو کې د امریکا الوتکې بریدونه ترسره کوي.
تازه په دې هکله راپورونه خپاره شوي چې امریکا به په ورځ کې څومره بریدونه په افغانستان کې ترسره کوي، د امریکايي ټلویزیون سي ان ان د تازه راپور له مخې چې په کندهار، هرات او هلمند ولایتونو کې د طالبانو له لوري د بریدونو او جګړو وروسته امریکايي ځواکونو هم په دې هېواد کې خپل هوايي بریدونه پر وسلوالو طالبانو زیات کړي دي.
د سي ان ان دا راپور ښيي چې په تیرو ۷۴ ساعتونو کې چې طالبانو هم له افغان ځواکونو سره درنې جګړې کړې امریکايي ځواکونو هم پر دې وسلوالو سخت ګذارونه کړي چې په پایله کې يې وسلوالوطالبانو ته سخته مرګ ژوبله هم اړولې.
بل پلو یو شمېر د امریکايي هوايي ځواک سرچینې وایي چې د دوی الوتکې هره ورځ له یوه څخه تر ۵۰ بریدونه پر وسلوالو طالبانو ترسره کوي او په خبره یې چې امریکا خپل هوايي ځواک د طالبانو په وړاندې د بریدونو لپاره یوځل بیا فعاله کړی دی.
کندهار هرات او هلمند ولایت دا مهال د سترو او سختو جګړو شاهد دی په دې جګړه کې زرګونه ملکي کسان د خپلو کورنو پرېښشودلو ته اړ شوي او همدارنګه سلګونه کسان چې ماشومان او ښځې هم پکښې شاملي دي په دې جګړو کې يې ژوند له لاسه ورکړی دی.
که څه طالبانو د امریکا له لوري د هوايي بریدونو دوام له هوکړو سرغړونه بللې خو امریکا بیا ویلي چې د طالبانو له لوري وروستی تاوتریخوالی خپله سرغړونه ده او خپلو هوايي بریدونو ته به پردې ډلې باندې دوام ورکړي.
په افغانستان کې سختې جګړې او د ډیری ولایتونو تر لوړ تهدید لاندې کیدل د سیمه ییزو اوسیدونکو د اندېښنې او ستونزو را ولاړیدلو سبب شوی هغوی وایي چې هرڅه يې له لاسه وتوونکې دي او اوس مهال ان د خوراک لپاره هم څه نه شي پیدا کولی
دوی له دولته د حالت د کابو کولو غوښتنه کوي افغان ولسمشر په شپږو میاشتو کې د حالاتو د مثبت بدلون خبر ورکړی
Comments are closed.