The news is by your side.

حکومت د سولې په خبرو کې له مهمې غوښتنې په شا شو

خبريال وېبپاڼه: د حکومت د مذاکراتي ټيم مشر معصوم ستانکزی وايي چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره بايد هر اړخيزې هڅې وشي او بايد روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېښودل شي، ستانکزي د حکومت د ډول په اړوند وويل چې د روان وضعیت څخه د وتلو لپاره ددوی فرق نکوي چې د حکومت نوم څه وي.

ستانکزي وويل چې په افغانستان کې د يو داسې نظام لپاره چې ټول پکې خپل ځان وويني دوی د نوم په برخه کې ټينګار نکوي يو ټول شموله حکومت چې نوم یې هر ډول وي باک لري.

د افغان حکومت د مذاکراتی ټيم دغه مشر وړاندې وايي چې دوی د طالبانو سره په دې اړوند هم خبرې کړې دي چې په اساسي قانون کې تعديلات راشي، ستانکزی وايي چې دوی په ټول مانا د اساسي قانون فسخه کولو ته تيار ندي او هيله لري چې دا به هېڅوک نه غواړي خو ده وويل چې دوی تيار دي په اساسي قانون کې ځینې بدلونونه ومني.

معصوم ستانکزی په داسې حال کې د اساسي قانون د تعديل خبره کوي چې تر دې وړاندې د حکومت مشر اشرف غني ويلي و چې د سولې خبرې باید د اساسي قانون په چوکاټ کې مخته ولاړې شي.

ولسمشر غني د سولې خبرې د اساسي قانون په چوکاټ کې غواړي خو د بل لوري یې د ټيم مشر بيا د طالبانو سره دا توافق کړی دی چې د سولې خبرې باید د دوحې د توافقنامې په چوکاټ کې په مخ ولاړې شي.

تراوسه په دې هکله د طالبانو له لوري کوم غبرګون نه دی راغلی، په داسې حال کې چې هيله کېږي په مذاکراتو کې نرمښت ددې سبب شی چې جدي خبرې پيل شي خو په عملي ساحه کې بيا طالبانو جګړې ته زور ورکړی دی او افغان حکومت هم د ولایتونو د مرکزنو د ساتنې لپاره د خپل ټول پوځي او ولسي ځواک څخه کار اخلي.

Comments are closed.