The news is by your side.

محمود خان: د افغان جګړې تر شا پاکستان دی اور به يې اسلام اباد ته رسیږي

خبریال ویب پاڼه/ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅګزي تر دې وړاندې هم د افغان جګړې په هکله څرګندونې کولې او تل يې پاکستان غندلی دی هغه یو ځل بیا خپله خاموشي ماته کړې او پاکستان یې رټلی دی.

دې پښتون سیاستوال د شهید شوي پښتون مشر عثمان خان کاکړ د شهادت د غندنې په یوه غونډه کې پر پاکستان انتقاد وکړ چې په افغانسان کې د جګړې ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې که په افغانستان کې امن را نه شي نو ټوله نړۍ کې امنیت ناشونی دی هغه زیاته کړه اوس مهال د افغانستان د جګړې شاته پاکستان دی او ژر ده چې د دې جګړې اور به تر پاکستانه هم ورسیږي.

محمود خان اڅګزي وویل په ټول افغانستان کې د یوه واحد او یوالي بیرغ اړتیا ده ترڅو ورپیږي ا وله نړیوالو څخه مو غوښتنه داده چې د دې هېواد خپلواکۍ او ازادي ته درناوی ولري، افغانستان کې روانه پردې دسیسه او جګړه ختمه کړي نور.

اڅګزي همدارنګه نړیوالو ته په خطاب کې وویل ترڅو چې افغانستان کې امن نه وی راغلی نو شونې نه ده چې  سیمه او نړۍ دي پر کراره شي، او پر پاکستان باندې ږغ کوم چې د افغانستان د جګړې  له ملاتړه دي لاس واخلي ځکه د دې جګړه ادامه د دې سبب کیږی چې د دې جګړې اور به تر اسلام اباده هم رسیږي.

د پښتنو یو شمېر سیاسون او همدارنګه په کور دننه د پاکستان سیاسون د افغانستان په وړاندې د پاکستان له تګلارې سره مخالف دي او تل  يې دا ویلي چې پاکستان باید د افغانستان په حق کې نور ظلم او سیتم باید و دروي.

پاکستانی حقاني: نړیوال دي پاکستان د افغانستان حق کې تر غاړه ونیسي

په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني د پاکستان له لوري د افغانستان له ناسم سیاست او کړنو څخه پرده پورته کړې او په دې هکله يې توند غبرګون ښودلی.

حقاني ویلي نړیواال دي پاکستان د طالبانو او نورو ترهه ګرو ډلو له ملاتړه را وګرځوي هغه له سي ان ان سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې نړیوال ولې پر دې سترګې پټوي چې له ډیرو کلونو را په دې خوا د افغانستان د جګړې شاته پاکستان دی ملاتړ يې کوي او په سیمه ییزه کچه د ترهه ګرو او ورانکاره ډلو ملاتړ کوي.

نوموړي پآکستان تورن کړ چې  د ترهه ګرو ډلو جوړول او ترهه ګري يې واضحه بهرنۍ تګلاره ده او پاکستان د هند د کمزوري کولو لپاره زیاتي ترهه ګرې ډلې جوړې کړې او د طالبانو د ډلې اوس هم ملاتړ کوي.

Comments are closed.