The news is by your side.

د امريکا څخه د طالبانو مهمه غوښتنه

خبريال وېبپاڼه: د امريکا د متن ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکېن وايي چې طالبان به په روان کردار سره خپل هغه خوب ته چې نړيوال مشروعيت دی ونه رسېږي.

انتوني بلينکېن نن وويل چې طالبانو بار بار دا غوښتنه کړې ده چې دوی نړيوال رسميت غواړي، غواړي چې په رسمیت وپیژندل شي او د نړيوالو سره ښې اړيکې ولري، خو که چېرې طالبان خپل رفتار بدل نکړي نو ياد هدف ته به هېڅکله ونه رسېږي.

انتوني بلينکېن وويل چې که چېرې طالبان د زور له لارې په افغانستان واکمن کېدل غواړي او دا کار ترسره کړي په افغانستان باندې د زور له لارې واکمن شي نو دوی به هېڅکله طالبان په رسميت ونه پېژني او همدارنګه به نور متحدين او نړيوال هم طالبان په رسميت ونه پيژني.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وويل که چېرې طالبان افغانستان د زور له لارې ونيسي د افغانستان د خلکو اساسي حقوقو، د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو ته درناوی ونلري او ورسره يو ټول شموله حکومت رامنځته نشي نو دوی به دا ډول حکومت په رسمیت ونه پیژني او دا ډول حکومت به نړۍ کې يو ګوښه شوی حکومت وي.

انتوني بلينکېن تر دې وړاندې د هند د بهرنیو چارو د وزير سره د خپلې ليدنې په مهال هم ويلي و چې په افغانستان کې د ثبات او سولې يوازنۍ لاره د سولې خبرې دي او که چېرې څوک د زور له لارې حکومت ترلاسه کړي نو په نړۍ کې به هغه په يو ډېر منزوي او مرداد حکومت باندې بدل شي.

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان څخه ټول ځواکونه په داسې حال کې واېستل چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ کوم جوړجاړی نه و رامنځته شوی اوس صرف په دې بسنه کوي چې طالبانو ته دا ګواښ وکړي چې امریکا به دوی په رسمیت ونه پیژني.

Comments are closed.