The news is by your side.

د ۱۶ سفارتونو اعلامیې طالبان وارخطا کړل

خبریال ویب پآڼه/ د افغانستان د وروستیو حالاتو په هکله د نړیوالو هېوادونو سفارتونو غبرګون ښودلی او په د وروستیو جګړو په هکله يې یوه ګډه اعلامیه خپره کړې.

په دې وروستیو کې په کندهار هلمند او هرات ولایتونو مرکزونو کې سختې جګړې روانې دي او د هرات ولایت د مرکز جګړه کې وسلوالو طالبانو د یوناما پر دفتر هم برید کړی او د بهرنیو هېوادونو استازو پرې سخت  غبرګون ښودلی او دا کار يې په سختو ټکو غندلی دی، هغوی له طالبانو غوښتي چې د دې قضيې عاملینن دي سخت مجازات کړي ځکه دا یو جنګي جنایت دی.

که څه هم طالبان له خپلو لوري جنګی جنایتونه نه مني خو دې سفارتونو په خپله اعلامیه کې ویلي طالبان د دې پرځای چې پر جنګي جنایتونو باندې سترګې پټې کړي او انکار وکړي، نو په خپلو لیکو کې دي د مسؤلو کسانو د تعقیب او څیړنې لارې چارې ته پوره پآملنره وکړي.

په دې اعلامیه کې پر طالبانو د دوه مخیتوب تور پوري شوی او زیاته کړې يې ده چې د دې سره سره چې طالبان په قطر کې د خبرو اترو له لارې د افغان کشالې حل غواړي ورسره څنګ کې  يې جګړه هم کوي او بشري حقونه يې تر پښو لاندې کړي دي، ځکه نو يې ویلي چې د طالبانو عمل او خبرې یو له بل سره په ټکر کې دي.

هغوی ویلي د طالبانو دا ډول عملونه او وروستۍ جګړه د نړیوالې ټولنې د توقوع خلاف هرڅه ترسره کیږي، ټولو استازو د افغانستان د روانې جګړې پر ژر پای ته رسولو ټینګار کړی او له ښکېلو لورو يې غوښتي چې ژر تر ژره اوربند وکړي

طالبانو په دې وروستیو کې په کندهار هرات او هلمند کې له افغان ځواکونو  سره درنې جګړې روانې کړې او د راپورونو پر اساس په دې جګړو کې طالبانو جنګي جنایتونه ترسره کړي او اخیر به د نړیوالې ټولنې قهر ورباندې را وپاریږي.

د دې ګډې اعلامیې له مخې  به مالومه شي چې نړۍ د طالبانو په هکله دا مهال کوم فکر کوي که څه طالبان وایي چې زیات تغیر مو کړی خو د دې ګډې اعلامیې پر مټ د طالبانو دې قول ته هیڅ اعتبار نه دی ورکړی

Comments are closed.