The news is by your side.

طالبانو د هند په وړاندې چوپتيا ماته کړه

خبريال وېبپاڼه: ډېره موده کېږي چې د طالبانو او هند‌ اړیکې د پاکستان او ځینو نورو سببونو له کبله خړې دي، په دې وروستيو کې چې د امريکا متحده ايالاتو د طالبانو سره د دوحې تړون لاسليک کړ هندوستان ته په رسنیو کې دا سپارښتنې ډېرې شوې چې ګواکي له طالبانو سره دې خبرې پيل کړي.

په دې هکله څو ځل ځینې خبرونه هم د معتبرو رسنیو څخه خپاره شول چې هندي چارواکو په دوحه کې د طالبانو سره ليدلي دي خو دا خبرونه په رسمي ډول د هېڅ لوري له خوا تاييد نشول.

د هند او طالبانو د اړيکو خاموشۍ اوس يو اواز ورکړ او طالبانو دا ځل د هند په وړاندې خپله چوپتيا ماته کړه، د طالبانو د قطر د سياسي دفتر غړي او وياند سهيل شاهين په خپلو تازه څرګندونو کې په افغانستان کې د هند لاسوهنه غندلې ده.

شاهین د هند څخه غوښتي دي چې د افغانستان د سولې د پروسې په برخه کې د نظر ورکولو څخه ډډه وکړي او د افغانستان د سولې پروسه تخريب نکړي، شاهین وويل: هیڅوک بايد د خپلو وړانديزونو چې سياسي انګيزې لري په وړاندې کولو سره د سولې پروسې ته زيان ونه رسوي.

دغه طالب وياند وړاندې پخپلو خبرو کې وويل چې هند بايد د افغان حکومت سره په خپلو نظامي مرستو باندې له سره غور وکړي ځکه‌چې دا وسلې د افغانستان د خلکو په وړاندې استفاده کېږي او دا کار به د افغانستان د خلکو سره ددښمنۍ په مانا وي.

طالبانو تېره ورځ ادعا وکړه چې افغان حکومت په لشکرګاه کې په دوی باندې بمباري په ځانګړي ډول د اريانا په شخصي روغتون باندې بمباري د هندی الوتکو په واسطه کړې ده، دغه خبر په ډېر شور سره د پاکستانۍ ميډيا خپور شو.

دا لومړی ځل دی چې طالبان په بمبارۍ کې د الوتکو تشخيص پيلوي او وايي چې دا الوتکې افغانستان ته پلانکي هېواد ورکړې دي.

شاهين په‌داسې حال کې د هند په وړاندې خپل دريځ بيانوي چې تېره ورځ د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر پخپله وينا کې وويل چې په افغانستان کې هغه نظام نړيوالې ټولنې ته د منلو وړ نه دی چې په زور ددې هېواد په خلکو تحميل شي.

Comments are closed.