حکومت ته د طالبانو خبرداری او سپارښتنې
خبريال وېبپاڼه: د طالبانو د سياسي دفتر غړي مولوي متقي يوه تازه وينا د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له رسمي ټويټر څخه خپره شوې ده.
په دې وينا کې مولوي متقي په افغان حکومت او پوځ باندې غږ کوي چې ددوی سره د مقاومت څخه لاس واخلي او هغه څه وکړي چې د هېواد په خير دي.
که څه هم متقي په ښکاره دا څه نه وايي چې هغه څه شی دي چې د هېواد په خير دي خو موخه يې داسې ښکاري چې د افغان پوځ تسليمي او د ولسمشر غني استعفا غواړي.
وړاندې متقي وايي چې افغان حکومت د دوحې تړون منلی و، وروسته ددوی وياند ذبيح الله مجاهد وويل که چېرې افغان حکومت دا تړون نه مني په رسمي ډول دې ددې تړون خلاف اعلاميه خپره کړي چې حکومت خپره نکړه.
متقي افغان حکومت ملامتوي او وايی چې په تېرو ۱۴ مياشتو کې یې د سولې ډیر فرصتونه ضايع کړل ددوي بندیان یې خوشي نکړل او ددوحې په تړون یې عمل ونکړ.
نوموړی زياتوي چې د ۱۴ مياشتو انتظار وروسته دوی د ولسواليو په مرکزونو بریدونه وکړل خو بيا هم حکومت د سولې په طرف نېک قدم اوچت نکړ بلکې لا یې خبرې توندې شوې.
متقي زياتوي چې په دې حالت کې نو اوس طالبان په ښارونو هم عمليات پيلوي او پیل کړي يې دي، دی وايي نه خلک نه نړۍ او ان خپل مامورین حکومت نه غواړي نو پکار ده چې له بې ځایه سر تمبګۍ څخه لاس واخلي.
تر دې وړاندې افغان حکومت ويلي و چې د طالبانو بنديان ځکه نه خوشي کوي چې د سولې په پروسه کوم تأثير نلري او ازاد شوي زندانيان بېرته ځي جګړه پيلوي، حکومت ددې لپاره ښه دليل ازاد شوي پینځه زره بندیان يادوي چې د حکومت په خبره ډېری ېې بېرته جګړو ته تللي دي.
حکومت د سولې د خبرو د نه پرمختګ په هکله هم ملامتيا په طالبانو اچوي او وايي چې طالبان د جديخبرو نيت نلري.
ځينې شننونکي هم وايي چې طالبان په دوحه کې د مېز په سر صرف خپلې غوښتنې مطرح کوي او د مقابل لوري ټولې غوښتنې صرف اوري او په عملي ډول ورته هېڅ پام نکوي.
Comments are closed.