The news is by your side.

د خدای روی ومنئ بمبارۍ ودروئ

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې په هلمند ولايت کې په حکومتي بمباريو باندې د خلکو غوسه په زياتېدو ده په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې شګوفه نورزۍ هم دغه بمباریو په فریاد کړې ده.

د ولسي جرګې دغه هلمندۍ غړې خپل شکایت د خدای په روی بيان کړی دی او ويلي يې دي چې د خدای روی دی بمبارۍ بندې کړئ.

په داسې حال کې چې په لشکرګاه کې د طالبانو او افغان پوځيانو ترمنځ جګړې زور اخیستی دی حکومتي ځواکونو په ښار باندې داسې بمبارۍ ترسره کړې دي چې ددغه ملکي خلکو او عامه شتمنیو ته پکې جدي زیان اوښتی دی.

د مشرانو په جرګه کې د هلمند د خلکو استازی هاشم الکوزی وايي چې حکومت بمبارۍ په عامو خلکو روانې کړې دي او په لښکرګاه یې ډېری هغه سیمې په نښه کړې دي چې عام خلک پکې ژوند کوي.

الکوزی په حکومت نيوکه کوي چې ولسي ملاتړ یې له لاسه ورکړی دی، دده په خبره حکومت چې په ولسواليو کې جګړه د لاسه ورکړه اوس په ښار کې جګړه مانا نلري.

د ټولنيزو رسنيو فعال داود وردګ وروستیو بمباریو ته په غبرګون کې ليکلي دي چې حکومت د خپلو ناسمو پاليسيو په سبب په کلیو کې ملاتړ له لاسه ورکړ او اوس چې دوی په ښارونو کې داسې يوه تګلاره غوره کړې ده نو د ښارونو له لوري به هم حکومت د په وړاندې غلي پاتې نشي.

خبريال اکمل داوري بيا په لښکرګاه کې دغه یو سره بمبارۍ ته غبرګون په یوه پوښتنه پیل کړی دی او ویلي یې چې کله طالبانو د بدخشان ټولې ولسوالۍ ونیولې او د بدخشان ولايت مرکز ته ورنېږدې شول نو ايا حکومت د بدخشان مرکز هم دغه ډول بمبار کړ.

د چارو کارپوهان حکومت ته سپارښتنه کوي چې که طالبان ولسي ځايونه هم په سنګر بدلوي نو بیا هم د یوه مسول حکومت په صفت باید په داسې ځای باندې بمباري ونکړي ځکه چې د طالبانو د له منځه تګ ترڅنګ به ګڼ شمېر ملکیان هم له منځه ولاړ شي.

Comments are closed.

koi finance