The news is by your side.

طالبان: دا ځل به حساب او کتاب کوو

خبريال وېبپاڼه: د طا لبانو وياند ذبيح الله مجاهد وروسته له هغه چې په هېواد کې د الله اکبر نعرې جرګې شوې وويل چې شل کاله کېږي دا نعره دوی کاروي، د امريکا غلامان او سيکولران ددې کلمې کارولو حق نلري.

طا لب وياند وړاندې ليکلي دي چې دوی به دا د الله په خاطر حساب کتاب کوي،تر دې وړاندې طالبانو پخپلو ډېری بیانونو کې ويلي و چې دوی عمومي عفوه اعلانوي او د هېچا څخه به انتقام وانخلي.

خو ددې ډلې د وياندويانو په وروستيو څرګندونو کې دا ليدل کېږي چې طالبان د انتقام نيت لري، د ځينو مسايلو په هکله خو دې ډلې واضح ويلي دي چې‌د هغوی سره به حساب کوي، د مثال په ډول هغه خلک چې ملېشې جوړوي او یا خلک ددوی په وړاندې را پاڅوي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شول چې طالبانو د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې په سلګونو کسان په دې تور له منځه وړي دي چې پخوا ددوی په وړاندې درېدلي و، که څه هم طالبانو دا راپور رد کړ مګر د بشري حقونو ځینې بنسټونه دا پېښې تاييد کړې.

داسې ښکاري چې طالبان په مکمل ډول د نظامي لارې خپلو موخو ته رسېدل غواړي، ددې ډلې د سياسي دفتر غړي مولوي متقي تېره ورځ په یوه صوتي بيان کې وويل چې دوی ۱۴ مياشتې صبر وکړ چې د افغان حکومت لوری د سولې په خبرو کې صداقت وښيي خو افغان حکومت بيا هم دومره پړسېدلی دريځ نيولی چې ام ان نور د کلام عفت نه مراعات کوي.

د بل لوري د حکومت مشر اشرف غني وايي چې دوی د شپږو مياشتو يو پلان لري چې په اساس به يې نظامي حالت د افغان حکومت په ګټه بدلون وکړي.

همدا اوس په هلمند ولايت کې شديد جنګ روان دی، په هرات او کندهار کې هم جګړه شتون لري خو اساسي جنګ په هلمند کې دی د سیمې څخه راپورونه او د خبريال وېبپاڼې سرچينې وايي چې د هلمند ښار په کنډواله بدل شویدی.

د حالاتو څارونکي وايي چې جګړې هر ډول مشروعیت له لاسه ورکړی او روانه جګړه صرف د قدرت جګړه ده.

Comments are closed.