The news is by your side.

قریشي نړۍ ته اوس د افغانستان په هکله وړاندیزونه پيل کړي

خبریال ویب پاڼه/ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي چې د افغانستان خلکو ترمنځ د نفرت یو سمبول دی اوس د افغانستان په هکله ښه وړاندیزونه پيل کړي او له نړۍ څخه يې د همکارۍ غوښتنه کړې.

تر دې وړاندې   هم قریشي د افغانستان په هکله خبرې کړې خو ټولې خبرې يې مغرضانه وې اما اوس داسې تمثیل کوي لکه چې د افغانستان لپاره نړیوال سټیج چلوي.

قریشي د افغانستان لپاره ویلي چې سیمې ته به سفر کوي او نړۍ  به دې ته هڅوي  ترڅو د افغانستان سره د سولې امنیت په برخه کې زیاتي همکاري  وکړي.

د ده په وینا نړۍ باید له ط البانو سره خبرې او مذاکرات ترسره کړي او په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت چې ټول افغانانو  ته د منلو وړ وي داسې حکومت رامنځ ته کولو لپاره همکاري وکړي.

قریشي وویل چې پاکستان په افغانستان کې  د امن غوښتوونکی دی او هیله لري چې دې هېواد کې ژر تر ژره دایمي امن او سوله رامنځ ته شي.

جزیات وايي چې د پاکستاند بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي به ترکمنستان، ازبکستان او ایرانړ ته سفرونه وکړي څو دا هېوادونه وهڅوي چې له افغانستان او افغان سولې سره همکاري وکړي.

دا به عجبه وي چې د افغانستان یو سرسخت دښمن له دې هېواد سره د همکارۍ او همدا رنګه د ښو تکل لري دا ځکه د پخوا په پرتله اوس حالت سل سلنه تغیر شوي او په افغانستان کې ط البان چې د قریشي او پاکستان پوره ملاتړ ورسره دي واکمن دي خو بیاهم دا پاکستانی هیڅ کله نه شي دوست کیدلای ځکه نو يې دې خبرو ته هم د شک په سترګه کتل کیږي.

پاکستان او ط البان

۲۰۰۱ زیږدیز کال کې چې کله ط البان پر افغانستان واکمن ول امریکا د همدې پاکستان په مرسته په یوه میاشت کې د طالبانو جوړ نظام نسکور کړ او بیا يې شل کلونه امریکایان اکمال کړل نو اوس  طالب ته په کار دي چې د پاکستان په شومو اهدافو پوی او ورسره د پالیسو او قوانینو مطابق چې څه اړین دي باید کړنې ترسره کړي اوکه چیري داسې ونکړي نو دا هېواد به د تل په څیر په افغانستان کې د یوې بلې نیابتې جګړې په لټه کې شي

Comments are closed.

koi finance