The news is by your side.

بایډن به له افغانستانه د وتلو که د پاتي کیدلو فیصله وکړي؟

خبریال ویب پاڼه/ په داسې حال کې چې د افغانستان جمهوري دولت له منځه تللی او پر افغانستان طالبان واکمن شوي دي باید د اګسټ میاشتي تر پایه پوري ټول بهرني سرتیري له افغانستانه ووزي، خو تراوسه مالومه نه ده چې بایډن به څه پریکړه کوي؟

طالبانو ویلي چې له اګسټ میاشتي وروسته اجازه نه ورکوي چې امریکايي او یاهم بهرني ځواکونه په هېواد کې  پاتي شي او خپل نظامي ماموریت ته دوام ورکړي.

اوس تازه راپورونه دادي چې بایډن ښايي د امریکايي ځواکونو د تخیلې او یاهم بیا پاتي کیدلو په هکله خپله پریکړه وکړي د یو شمېر امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې ویل شوي چې راتلوونکې ۲۴ ساعتونه د افغانستان لپاره او په دې هېواد کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت لپاره برخلیک ټاکوونکې کې دي او په همدې ساعتونو کې به د امریکا ولسمشر جو بایډن کومه پریکړه کوي چې په افغانستان کې  د تخلیې ماموریت د غځولو او یاهم  کومه بله پریکړه اعتلان کړي.

د امریکا مجبوریت همدادی چې د لته لا هم سلګونه کسان پاتي دي چې باید له افغانستانه و ایستل شي، ځکه نو مجبوریت دی چې بایډن به د تخلیې ماموریت د غځولو امر کوي.

جک سلیوان چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار دی په بیلو خبرو کې  خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د خبرو او تفاهم په لټه کې دي چې پکښي د پام وړ  پرمختګ راغلی او  ښايي د دوی ځواکونه خپل دا ماموریت وغځوي.

څه امکان لري چې  وبه شي؟

د طالبانو ژمنتیا او له امریکا سره د اړیکو جوړولو بهیر ته که وکتل شي نو دواړه لوري له پوره احتیاطه کار اخلي او یو بل نه خفه کوي ځکه نو ښکاره خبره ده چې طالبان به امریکايي ځواکونو ته اجازه ورکوي چې له اګسټ وروسته هم  د تخیلیې ماموریت مخ ته بوزي ترڅو  چې خپل ټول افراد له افغانستانه وباسي.

د طالبانو مخکني ګواښ ته چې له اګسټ وروسته د امریکایانو حضور دی هم ورته د شک په سترګه کتل کیږي کله چې طالبانو د امریکا په وړاندې دا خبرداری ورکدی بیا يې  په دې هکله هیڅ هم نه دي ویلي چې دوی به څه کوي؟

Comments are closed.