The news is by your side.

ايا طا لبان به پنجشېر ونيسي؟

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان ۳۳ ولایتونه همدا اوس په بشپړ ډول د تا لبانو په کنټرول کې دي، په‌ دې ټولو ولايتونو کې امنیت قایم دی او‌ هیڅ ډول امنیتي پېښې خبر نه‌ دی ورکړل شوی، خو يوازې پنجشېر دی چې لا هم ددوی تر کنټرول لاندې ندی راغلی او له دې سیمې د نښتو خبرونه په زیاتېدو دي.

په داسې حال کې چې د تا لبانو او په پنجشیر کې د موجودو جنګ طلبو ترمنځ خبرې روانې دي خو تا لبان وايي که د خبرو له لارې ستونزه حل نشي نو دوی به د زور له لارې ددې ولايت نيولو ته مجبور شي، طا لبان وايي بل چانس نشته يا د رضا او خبرو له لارې تسليمي او يا په زور باندې هلته کنترول رامنځته کول.

دا چې تا لبانو د افغانستان ټول ولایتونه نيولي او يو پنجشېر پاتې دی نو‌ دا ډېره ګرانه نه ښکاري چې دوی دې ته دا ولایت ونشي نيولی، د بل لوري پنجشیر داسې ولايت هم ندی چې د بل هېواد سره پوله ولري بلکې شاوخوا یې د هېواد نور ولایتونه دي او ټولې لارې يې د تا لبانو په لاس کې دي.

تا لبان همدا اوس ددې ولايت په دروازو کې دي او په تمه دي چې ستونزه د خبرو له لارې حل شي، که د خبرو له لارې نه وي نو د زور له لارې د حل لپاره تا لبانو ددې ولايت دروازو ته د‌ ګڼو پوځیانو د انتقال خبره کړې ده.

د تا لبانو په وړاندې يو لوی ګواښ چې په دې سيمه کې موجود دی هغه د پنجشېر غرنی جوړښت دی، په دې سیمه کې غرونه او درې دومره زیاتې دي چې د تا لبانو لپاره پکې د کمين نيولو ګواښونه زيات دي، ورسره په دې ولايت کې همدا‌ جغرافيايي جوړښت د تا لبانو لپاره نورې ګڼې ستونزې جوړوي او کېدی شي تا لبانو ته يې نيول درنه بيه ولري.

تا لبانو ته د پنجشېر نيول یو ډول اوس د خپل حیثیت خبره هم ښکاري د بل لوري دوی د خبرو له لارې د ستونزې د حل کولو لپاره پوره کوشش کوي خو تراوسه دې کوششونو کومه پايله نده ورکړې.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.