The news is by your side.

افغانستان کې جوړیدونکې ۱۲ کسیزه شورا کې څوک دي؟

خبریال ویب پاڼه/ لس ورځې کیږي چې طالبانو د ټول افغانستان واک په لاس کې اخیستی خو له هغې ورځې را وروسته د طالبانو مشران له نورو افغان سیاسونو سره پر دې خبرو لګیا دي چې باید څنګه نظام جوړ کړي.

تر اوسه لا همداسې بحثونه روان او لاهم طالبان او افغان سیاسون نه دي توانیدلي ترڅو د افغانستان د راتلوونکې نظام او ټولشموله حکومت په هکله کومه پریکړه وکړي.

خلک او یو شمېر رسنۍ بیا د خپل طرفه د راتلوونکې حکومت په هکله بیلابیل نظریات لري اوس تازه د فارن پالیسي مشهوره خپرونې د افغاستان د راتلوونکې نظام او همدارنګه د جمهوریت او امارت په هکله لیکنه کړې.

دې خپرونې له دې سره سره چې د افغانستان راتلوونکې نظام به حتمي جوړیږي ویلي جمهوریت او امارت به دواړه پر ځای وي  خو یو بله مهمه خبره يې کړې.

خپرونه زیاتوي د جمهوریت او امارت پرته به یو ۱۲ کسیزه شورا ولري چې دا هېواد به اداره کوي.

پالیسي د دې شورا د جوړښټ په هکله د مهمو سیاسي او د طالبانو د امارت د غړو یادونه کړې  او زیاته کړې یې ده چې په دې شورا عبدالغني برادر، ملایعقوب، خلیل الرحمن حقاني، ډاکټر عبدالله عبدالله، حامدکرزی، حنیف اتمر، ګل بدین حکمتیار په اهکله توافق شوی، خو دا چې پنځه کسه يې نور پاتي دي ښايي چې عطا محمد نور، او مارشال دوستم هم د دې شورا غړیتوب تر لاسه کړي.

تراوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي او نه ط البانو په دې  هکله څه ویلي، هغوی یوازي دومره ویلي چې په افغانستان د راتلوونکې نظام د جوړښت په هکله خبرې روانې دي او تمه ده چې  ژر  به د افغانستان نوی نظام اعلان کړي تراوسه پوري د راتلوونکې نظام په هکله ضد او نقص نظریات خپریږي خو یوازنۍ خبره تراوسه دا ده چې د راتلوونکې نظام د جوړښت په هکله بحث روان دی او ژر هڅه کیږي  چې دولت اعلان کابینه جوړه او د افغانانو د منلو وړ دولت جوړ شي.

له هېواد والو سره د افغانستان او  خپل راتلوونکې په هکله زیاتې اندېښنې موجودي دي او وايي چې د دولت د راتلوونکې په هکله باید ژر تصمیم ونیول شي ترڅو دوی بې غمه شي.

Comments are closed.