د کوټې د نانوايانو مشر د کابل د تافيکو مدير وټاکل شو
خبريال وېبپاڼه: په افغانستان کې د طالبانو له واکمنيدو وروسته په تيزۍ سره ګمارنۍ پيل شوې چې اوس تازه دطالبانو د تحريک له خوا د پلازمېنه کابل لپاره چې د افغانستان تر ټلو ګڼ نفوسه ښار دی
داسې يو کس د تافيکو د مدير په توګه ټاکل شوی
چې د طالبانو تر واکمنيدو څو وروځي مخکي د پاکستان د
کوټې ښار د نانوايانو د مشر په توګه دنده تر سره کوله.
دغه ټاکنه له هغه وروسته بربنډه شوه چې په يوه سپينه پاڼه ليکل شوی مکتوب ټولنيز رسنيو ته را ووت په مکتوب کې ليکل شوي وو چې مولوي خيال محمد غاور د کابل ښار ترافيکو د پخواني مدير پر ځای نوي مدير په
ټاکل شوی دی .
داسې ؤيل کيږي چې مولوي خيال محمد دغزني ولايت اوسيدونکی دی خو اوس مهال يې کورنۍ د کوټې ښار په پښتون اباد سيمه کې اوسيږي.
ښاغلي غاور که څه هم عصري علوم هيڅ نه دي لوستي خو ديني علوم يې هم پای ته نه دي رسولي.
له کوټي ښار نه خبريال ډاټ کام ته په راليږلي پيغام کې د ذبيح الله په نامه يوه افغان ويلي چې مولوي خيال محمد د پاکستان د څارګري ادارې ای ايس ای سړی وو د ذبيح الله په خبره د کوټې نانوايانو نه غوښتل چې مولوي خيال يې مشري وکړي خو د هغه په خبره مولوي خيال د پاکستاني پوليسو په زور نانوايان دېته مجبور کړل چې د هغه مشري ومنې.
ذبيح الله په رالیږلي پيغام کې دا هم ويلي چې تير کال د کوټې ښار ګڼ شمير نانوايان د مولوي خيال پر ضید راپورته شوي وو تر څو په وهلو ډبلو له هغه ځان خلاص او له واکه يې لرې خو ښاغلی غاور د پاکستاني پوليسو په مرسته له وهلو ډبلو خلاص شو.
مولوي خيال محمد غاور چې په غواير مولوي صيب مشهور دی په کوټې ښار کې د طالبانو لپاره د چاندې را ټولوولو مسول هم وو.
بايد وويل شي چې طالبانو په خپلو اعلاميوکې ويلي وو چې دوی به ټول حکومتي چارواکي په خپلو دندو کې پريږدي بلکي د داسي حکومت د جوړيدو لپاره به ګامونه ه پورته کړي چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ او افغانان پکې ځانونه وګوري خو په دې وروستيو د طالبانو ټاکنو خلک سخت ناهيلي کړي دي.
د طالبانو له خوا په ټولو مهيمو بستونو دينې عالمان و ملايان ګومارل شوي دي.
هېره دې نه وي چې خبريال ډاټ کام ته داسې اسناد را رسېدلي چې په ځينو نورو بستونو هم پاکستانيان او يا د هغوی خواخوږي ګمارل شوي دي.
پاکستان ته نېږدې څېرې ټاکل يا پاکستاني اتباع ټاکل به په افغانستان کې د پراخې بې ثباتۍ لامل شي، د یوه لوري به پخپله طا لبان يو داسې حکومت رامنځته نکړي شي چې خپلواک د بل لوري به افغانان د طا لبانو راتګ ته خپلې موجودې هيلې له لاسه ورکړي، که طا لبان فکر کوي چې خلک به تل خاموش پاتې وي نو اشتباه کوي کله چې خلک ناراضه شي نو بيا به همداسې کار وکړي لکه د افغان حکومت سره یې چې وکړ.
لیکوال حفیظ مومند
Comments are closed.