The news is by your side.

د چین له لوري په افغانستان کې ميلياردونو ډالرو پانګونې ته امريکا غبرګون وښود

خبريال وېبپاڼه؛ تېره اونۍ د افغانستان د حکومت وياند ذبیح ا م پخپلو څرګندونو کې ويلي و چې چين پلان لري په افغانستان کې میلياردونه ډالره پانګونه وکړي، د امريکا حکومت د افغانستان د حکومت دغه څرګندونو ته نن غبرګون وښود.

افغانستان د امريکا د شل کلونو مرستو سره سره هېڅ ډول بنسټيزه وداني او ابادي نلري، شنونکي وايي امريکا په افغانستان د ميلياردونو ډالرو مرستې احسان هسې باروي په حقيقت کې امريکا دا پيسې د افغانانو په نامه د بېلابېلو لارو او نومونو لاندې پخپلو کې سره ووېشلې، ددې ادعا یو ملاتړ کوونکی دليل دا هم دی چې د امريکا ددې سترو مرستو د دعوې سره سره افغانستان په تېرو شلو کلونو کې هېڅ ډول داسې کومه ابادي نه ده ترلاسه کړې چې د هېواد د بنسټیزو اړتیاوو په پوره کولو کې په درد وخوري، د امريکا مرستې هم لکه د افغانستان د پوځ تر ډېره خيالي وې‌ او يا يوازې د کاغذ پر مخ پرتې وې او کومې چې واقعي وې نو هغه هم تر افغان ملت ونه رسیده او ټولې د امريکا د ملاتړو غلو، زورواکانو او مفسدينو ترمنځ ووېشل شوې، ښکاره مثال یې دادی چې د افغانستان د ميلياردونو ډالرو د مرستې د دعوو سره سره نن د افغانستان پايتخت هم پوره برېښنا نلري.

اوس بيا نوی حکومت هڅه کوي چې د افغانستان ګوډ مات اقتصاد په پښو ودروي، له همدې کبله د بېلابېلو هېوادونو سره په خبرو بوخت دي، تېره وياند ذبيح ا م وويل چې دوی د چين سره خبرې کړې دي او چين تيار دی چې په افغانستان کې په ميلياردونو ډالرو پانګونه وکړي، خو ددې لپاره د افغانستان د حکومت څخه غواړي چې ددوی د اتباعو او پروژو د خونديتوب ژمنه ورکړي، وياند زياته کړه چې دوی چین ته د امنیت په هکله ډاډ ورکړی دی، امريکا چې په افغانستان کې د چين د اغېز د زیاتېدو اندېښنه له وړاندې لري د افغان حکومت د وياند څرګندونې بې ځايه بللي دي او ويلي یې دي چې دوی په اوس وخت کې صرف د افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې مرسته کوي.

Comments are closed.

koi finance