The news is by your side.

خليلزاد پخپله وروستۍ وینا کې تا، لبانو ته خطرناک پیغام ورکړ

خبريال وېبپاڼه: د امريکا حکومت نن د افغانستان لپاره ددې هېواد د بهرنیو چارو د وزرات د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد استعفا ومنله، امریکا د خليلزاد ماموریت يو بل امريکايي ته ورکړ او د هغه د نوي مسوليت او دندې په هکله یې څه ونه ويل.

په دې وروستيو کې په افغان ټولنیزو رسنیو کې او د ننه په امريکا کې د خليلزاد په وړاندې اعتراضونه زيات شوي و او هغه سختې نیوکې روانې وې، خليلزاد په دې پړ ګڼل کېده چې دده د ماموریت پايله د افغانستان د حکومت سقوط او په کابل باندې د تا، لبان وکمني شوه، که څه هم افغانان له وړاندې په دې باندې پوهېدل چې خليلزاد به دوی ته نېک خبر ورنکړي او پايله به يوه فاجعه وي خو په هغه وخت کې د امریکا حکومت دا ډول غږونه وانه ورېدل او خليلزاد یې خپل سر ته پرېښود.

خليلزاد تر دې وړاندې د بن په کنفرانس کې هم شریر رول درلود، هغه مهال د بن کنفرانس ته د افغانستان د کشالې دوه اصلي لوري تا، لبان او حزب اسلامي دعوت نه شول، ددې ترڅنګ امريکا داسې کسان واک ته ورسول چې ټول مفسد، زورمندان او ظالمان و، ددې هرڅه سره سره امريکا د افغانستان د يوې مهمې معاملې يا پرېکړې سرنوشت يو ځل بيا خليلزاد ته په لاس کې ورکړ او خليلزاد دا ځل بېخي د افغانستان د حکومت او ولسواکۍ بنسټ له منځه يووړ.

خليلزاد په خپله استعفا کې ويلي دي چې د افغانستان د حکومت سقوط د تا، لبانو حاکم کېدل ددې جګ وې پای نه دی، شننوکو د خليلزاد له دې پيغام څخه ډېر خطرناک تفسير اخيستی دی او وايي چې دا په دې مانا ده چې په افغانستان کې دامريکا جګ ړه پای ته نه رسېدلې او لوبه دوام لري، ډېری شننونکي په دې آند دي چې امريکا په افغانستان کې د نويو ناکراریو د رامنځته کولو په لټه کې ده.

Comments are closed.

koi finance