د تېر او نوي حکومت د جنګ ستراتيژۍ ترمنځ اساسي توپیر
خبريال وېبپاڼه: تېر دولت خپل ياغيان لرل او خپل ياغي پلويان ېې وو د تېر دولت ياغيان، د تېر دولت په خوله تا، لبان وو او د تېر دولت مل ياغيان يا هغه ياغيان چې وايي د تېر دولت د ملي امنيت په مېلمستونونو کې به د ښاغلي امرالله صالح په لارښوونه ساتل کېدل همدا نني داع ان وو ( چې نن پرې هم د ښاغلي صالح او احمد مسعود پلويان حتى د فرانسې په پاريس کې وياړي او فرانسه ورته داسې غلې ده لکه مرغۍ چې د ونې په څانګه پراته مار ته غلې وي، په کار خو داوه چې د فرانسې په نوم دې مرغۍ د ايفل تر برجه لاندې په هغه خراساني داع، ي چېغې وهلى وې او شور ېې پرې جوړ کړى وې چې په وياړ ېې داع ستايلو او د احمد مسعود د انځور تر څنګه د هغه د يوه کلک ملاتړي په توګه ولاړ وو، ولې خدايزده چې فرانسه ورته ولې غلې شوه او يا ورته ولې تر دې دمه غلې ده).
تېر دولت د مخالف او ترهه ګر تا،لب په نوم له غزني، پکتيکا، کنړ او د ارچي له مدرسو واخله د هلمند او کندهار د ښارونو تر مارکېټونو او بازارونو، د ارغنداب تر بڼونو او د زابل تر کلو پورې هر چرته ړندې بمبارۍ وکړې او چې ورته به مو وویل چې وه زورورو ولې داسې ړندې او بې تپوسه بمبارۍ کوئ نو په پوره ملي معصوميت به یې ځواب داوو: ”چې څه وکړو خو همدا د سوېلي او جنوبي ولايتونو ولس دى چې تا، لب ته ولسي ملا ورتړي. تا، لب د همدوى په جوماتونو کې اوسي او د همدوى د کلو او کورونو په حجرو کې ډوډۍ خوري.
مونږه به د شمالي ايرلېنډ مثال ورته ورکړو، د هسپانيې د کټلانيا سيمه به مو ورته ورياده کړه چې ګورئ که په شمالي ايرلېنډ کې يا که د هسپانيې د کټلانيا د پېرېز په غرونو کې چرته بم وچوي نو د برتانيې يا هسپانيې پوليس خو ټول کلي نه لوټي، نه پرې بمونه وروي او نه ېې کلابندوي، نو تاسو ولې داسې کوئ چې د وچو په ټس کې لامده سيځئ او د تا، لب سره د دښمنۍ په نوم مو ټول سويلي، سوېل ختيځ، ختيځ او حتى مرکزي او لويديځ ولايتونه تر غور او بادغيسه پورې د جګړې دوزخ ته له تېرو شلو کلونو را په دې خوا ورټېل وهلي دي، دا خو ټول د پوليسو کېسونه دي پرې ېې ږدوئ چې پوليس ېې ګروېژنه وکړي پوځ او افغان اردو په دې جنګ مه اخته کوئ ځکه چې د اردو کار دا نه دى چې د خپل ولسه سره دې وجنګيږي، ولې نه یې منله او ځکه یې نه منله چې غوښتل يې، دا ټولې سيمې دې په کلونو کلونو جنګي سيمې وي او په کابل کې ناست غله دې هره ورځ د جنګ دا غواوې همداسې لوشي، شوده دې دوى خوري او د جنګ غواشنې ”غوشايې“ دې په پاتې هېواد کې خري.
دا وه د تېر نظام جنګي تګلياره!
خو د تا،لب جنګي تګلياره تر ډېرې کچې بدله او زياته هوښياره ښکاري،
يوه خبره خو داده چې په عملي ډول ا، امارت افغان ولس ترهه ګرې نه بولي دا ځکه خو دوى دا جنګ د ځان او د خپل ولس تر منځه په جګړه بدلول نه غواړي دا چې داع په زابل يا کندهار کې د خواله رسنيو د ځينو رپورټونو ترمخې ليکونه غورزوي او خلکو ته وايي چې د تا، لبانو له ليکو راوځئ دا په خپله د خلکو او تا، لبانو ترمنځ د بېلتانه د ليکو راښکلو داسې هڅه ده چې تا، لبانو تر دوى وړاندې څو ځله کړې او ګرانه به وي چې د داع، يانو له داسې ليکونو دې هغه تا،لبان وويريږي چې د بي 52 بمباريو ته به ګوتې تر ماشو ناست وو.
بله خبره دا هم ده چې نه يواځې د تا، لبانو جنګيالي بلکې، د دوى چارواکي هم د کانکرېټي ديوالونو په قلا بنديو کې نه اوسي او نه له ځانه وړاندې او وروسته د پوځيانو پلټنې ساتي.
له بل لوري داع، يان په لويه کې اجير ياغيان دي چې د اجيرو پوځيانو په شان د پېسو او تنخواګانو د پاره جنګيږي او چې څوک د تنخواه د پاره جنګيږي نو هغوى پېسې د ژوند د پاره اخلي د ځان د وژلو د پاره ېې نه اخلي!
په دې حساب، داټول کارونه راښايي چې تر دې دمه د ا، امارت جنګي سټراټيجي تر هغې سټراټېجۍ زياته ګټوره او زړوره ده چې تېر دولت خپله کړې وه دا چې په راتلونکي کې به دوى دا سټراټيجي له افغانستانه د جنګ د ورکولو په يوه لا پېاوړې سټراټيجۍ بدله کړى شي او که نه، نو ځواب به ېې له راتلونکي سبا نه وغواړو. خو که ا، امارت دا سټراټيجي په يوه لا پېاوړې سټراټيجۍ بدلول غواړي نو په افغان ملي رسنيو به باور کوي هم به هغوى ته رشتيا وايي، هم به ېې درنوي او هم به ملي رسنۍ کار ته پرېږدي ځکه چې خراسانى داع نه د افغانستان د سنيانو استاځى دى نه د شيعه ګانو او نه د جمهوري او سېکولر زواکونو!
دا د عراق او سورېې دننه يوه ماته شوې ډله ده چې اوس ېې افغانستان ته وررسولې او په دې ډول ېې د ”داع ستړو ته افغانستان د شهبازګړۍ“ په بڼه ورښودلى دى.
دا ځکه خو له عراق او سوريې نه راتښتېدلي داع، يان فکر کوي چې ګنې دوى به په دې شهباز ګړۍ کې دمه شي. خو ګرانه به وي چې که د داع، يانو دا وړۍ دې هم چرته شړۍ شي، په تېره بيا که تا، لبان د خپلې اوسنۍ تګليارې سره سم د داع، يانو سره د هزاره او شيعه افغان وروڼو د قاتلانو او وژونکو په توګه د پوليسي چلند پېل کړى لاره تر هغې په اوږدو وغزوي تر څو چې داع په خپله د خپلو اعمالو د جرم د سزا په توګه له ولسه همداسې ګوښه شي لکه په عراق او سوريه کې چې ېې ښه سوکه ګوښه کړو خو که څوک دا ګڼي چې د داع دا بلا به تر افغانستانه وروسته يا د افغانستان د لېارې د چين او روسيې غاړو ته وروغورزيږي نو هغوى دې ياد ساتي چې نه چين په دومره اومو تارونو ځانګي او نه روسيه چې داع دې په پرانيستو لاسونو او خلاصو پښو له افغانستانه سينکيانګ او ايغور او مرکزي اسيا ته ورواوړي. د تېرو شلو کلونو د يوه درس په توګه به دا خبره د هېرولو نه وي چې چين او روس خپلو نړيوالو دښمنانو ته د اوږدو ساه راښکلو روږدي دي.
لکه څنګه چې چين او روس له افغانستانه د امريکې وتلو ته ساه راښکلي ناست وو او د جنګي سطرنج دا لوبه ېې پرې ښودله چې تر خپلې منطقي پايلې ورورسيږي همداسې به هغوى د داع لوبه هم پرېږدي چې لا نوره دې هم وشي او تر هغې دې وشي تر څو چې دا لوبه، هم د روسيې او هم د چين په خوښه تر خپلې منطقي پايلې ورورسيږي ځکه چې روسيه او چين دواړه په دې خبره (لږ تر لږه تر مونږه او تر خپلو دښمنانو) ښه پوهيږي چې که دوى اوس داع او د داع زېږونکي په خپله لوبه کې مات نه کړل نو بيا به ېې سبا په هغه جنګ کې څنګه ماتوي د کوم جنګ د يوې ورځې خرڅ چې د تا، لبانو تر شا د ودرېدلو تر يوه کلن خرڅه ډېر دى.
بده به نه وي که د تا، لبانو اوسني نړيوال مخالفين، لږ په هم هغو کاڼو تللو ته کښيني په کومو کاڼو چې نن سبا روسيه او چين تلل کوي او پرې نه ږدي چې ا، امارت دې د داع، يانو په دشمنۍ کې د چين او روسيې پرانيستې ځولۍ ته داسې وروغورځيږي لکه نننۍ سوريه چې د داع د لاسه د روسيې ځولۍ ته ورپرېوتلې ده.
ډاکټر محمداکبر اکبر
Comments are closed.