اسلامي هېواد پاکستان کې شرابو درانه تلفات اړولي
خبریال وېب پاڼه/ په اسلامي هېواد پاکستان کې خامو شرابو څښلو درانه تلفات اړولي.
پاکستان کې د خامو شرابو د څښلو له امله د دوو وروڼو په ګډون څلور تنه مړه شوي دي، ویل کیږي د میخانو د تړل کېدو له امله، پر شرابو څو روږدیو کسانو سپرېټ ته اوبه ورګډې کړې وې او له څښلو سره سم یې وژلي دي.
د کرونا ویروس له خپرېدو سره سم، د نړۍ په ډېرو برخو کې بندیزونه او محدودیتونه ولګول شول او د ګڼې ګوڼې، تګ راتګ ځایونه، هوټلونه، رېسټورانټونه، ورزشي کلبونه، نایټ کلبونه او میخانې یا شراب خونې هم وتړل شوې.
په پاکستان کې د هوټلونو او رېسټورانټونو تړل کېدو سربېره میخانې هم تړل شوي او هغه کسان چې هره ورځ شراب پیري اړ دي، چې د خپل عادت له مخې هره ورځ شراب وڅښي چې د قرنطین او بندیزونو له امله اوس اړ شوي، چې خپله ځان ته د شرابو لپاره یو څه وکړي.
یاده پېښه تېره اوونۍ د پاکستان سند ایالت حیدر آباد ښار کې رامنځته شوې او مړي د سند ایالت یو سیمه اییز روغتون ته لېږل شوي و.
پاکستان کې سند یوازنی ایالت دی، چې زیات شمېر میخانې په کې د شرابو تولیدات کوي، یوازې ١٦٠ میخانې یا شراب خوني د پاکستان حکومت پر اجازې خپل تولیدات کوي، چې زیات شمېر یې په کراچۍ کې دي او ځینو غونډو، جلسو، هوټلونو او محفلونو ته شراب رسوي.
د کرونا ویروس خپرېدو سره د میخانو کاروبار هم د نورو کاروبارونو په څېر په ټپه ولاړ دی، په ورته مهال د روژې مبارک میاشتې په را رسېدو سره میخانې هم تړل کیږي، خو پاکستان کې له روژې وړاندې زیات شراب پلورل کیږي او روږدي کسان یې په خپلو کورونو کې ذخیره کوي.
اوس به د روژې له پیلېدو سره سم د شرابو کاروبار نور هم په ټپه ودریږي.
اسلام د شراب له څښلو مسلمانان په کلکه منع کړي او دا یې حرام ګرځولي، خو په ځینو اسلامي هېوادونو لکه پاکستان کې بیا هم ډېر پېر او پلور لري او په روژه کې د میخانو له تړل کېدو سره بیا هم د شرابو بیه خورا پورته وي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.